منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۱۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۴۹ غ.و
۱۴°صاف · ↑۱۴° ↓۱°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د ښوونیز نظام د پیاوړتیا او پراختیا په موخه نهه تړونونه لاسلیک شول

· ۵ دقیقې لوستل · ۸۸ کتنې

کابل (پژواک، لومړى، کب ٩٥): د پوهنې وزارت او یو شمېر کورنیو او بهرنیو موسسو ترمنځ د ښوونیز نظام د پیاوړتیا او پراختیا په موخه د ۱۱۳،۲ میلیونه افغانیو په ارزښت نهه تړونونه لاسلیک شول.

 د پوهنې وزارت د موسسو د پېژندګلوۍ په اړه د جزيياتو له ورکولو پرته په دې اړه خپره شوې خبرپاڼه کې ليکلي چې یاد تړونونه د افغانستان د پوهنې وزارت او ډیموکراسۍ انټرنېشنل موسسې، د ملګرو ملتونو د صنعتي پراختیا ادارې، د "هلټ نېټ ټي پي او" موسسې، د هندوستان "هیلپنګ هند"، "جې آر اس" د تغيیر لپاره د ځوانانو ملي جریان، د افغانستان د عامه مطالعاتو موسسې او د افغان مېرمنو لپاره د کاناډا د مېرمنو موسسې ترمنځ نن کابل کې لاسلیک شول.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، د پوهنې وزیر ډاکټر اسدالله حنیف بلخي د تړونونو په مناسبت جوړه شوې ناسته کې وويل چې د یادو تړونونو له ډلې مهم هغه یې له ډیموکراسۍ انټرنېشنل موسسې سره لاسلیک کېږي، چې له مخې به یې په نهو میاشتو کې د شهادتنامو د چاپ او وېش سیستم کمپیوټري شي.

دغه راز هغه وايي چې له دې لارې به د شهادتنامو ریاست وړتياوې لوړې شي، څو وکولای شي په ټولو ولایتونو کې د دوولسم ټولګي د فراغت شهادتنامې د کمپیوټري سیستم پر مټ ثبت، چاپ او ووېشي.

د هغه د معلوماتو له مخې، ددې تړون ټولیز ارزښت نږدې یو میلیون او ۴۶ زره امریکايي ډالره کېږي، چې د امریکا د متحده ایالتو د نړیوالې پرمختیايي ادارې (USAID) لخوا ورکول کېږي.

د پوهنې وزارت د معلوماتو له مخې، د شهادتنامو له دې هوکړې پرته چې پيسې يې د امريکا پراختيايي اداره ورکوي د پاتې نورو تړونونو چې نن لاسليک شول، لګښت هغه موسسې ورکوي چې تړون ورسره لاسليک شوى دى.

د ده په وينا، دویم تړون د ملګرو ملتونو د صنعتي پراختیا له ادارې (UNIDO) سره د ۴۰۰ زره امریکايي ډالرو په ارزښت لاسلیک شو، چې پر بنسټ به یې د کابل او ننګرهار په پنځو ښوونځيو کې له اووم تر دوولسم ټولګي ۵۰۰ زده کوونکو ته د ښوونیز نصاب د تشبث مضمون په اړه د ۱۴ میاشتو په موده کې روزنه ورکړل شي.   

سرچينه زياتوي چې له هیلټ نټ ټي پي او موسسې سره د شوي تړون پر اساس به یاده موسسه د کابل ولایت یو میلیون او ۶۲ زره زده کوونکو ته روغتیايي خدمتونه ( د سترګو د لید آزمیښت) وړاندې کړي او د اړتیا پر مهال به زده کوونکو ته عینکې هم ووېشل شي.

 هغه وايي چې دغه پروژه د درې کلونو په ترڅ کې د څه باندې ۱۳،۳ میلیون افغانیو په ارزښت د کابل ولایت په ۱۴ ولسوالیو کې پلې کېږي.

دغه راز دى زياتوي چې د هندوستان د هیلپنګ هنډ موسسې (Helping Hand) او پوهنې وزارت ترمنځ بیا دوه هوکړه لیکونه لاسلیک شول، چې د لومړي له مخې به یې یاده موسسه د ننګرهار ولایت په مرکز جلال آباد ښار کې ۱۰۰ تنه زده کوونکو ته څلور د کمپیوټر زده کړې ټولګي او ۱۵ تنه نورو ته د خیاطۍ کورس جوړ کړي.

هغه وايي چې دغه پروژه د لسو میاشتو په موده کې پلې کېږي او شاوخوا ۲۰ زره امریکايي ډالره لګښت پرې راځي.   

وزير وايي چې یاده موسسه به د دویم تړون پر بنسټ په ننګرهار او لغمان کې د ۴۰۰ یتیمو ماشومانو کفالت وکړي او ژمنه یې وکړه، چې د دوی د ښوونې او روزنې ټول لګښت به ورکوي.

د ده په وينا، دغه پروژه د شپږ میلیونه او ۳۳۶ زره افغانیو په ارزښت پلې کېږي.

بلخي وايي چې د جې آر اېس (JRS) موسسې او پوهنې وزارت ترمنځ د شوي تړون پر اساس به یاده موسسه په هرات، کابل، بامیان او دایکنډي ولایتونو کې څه باندې لس زره زده کوونکو ته د یو کال په ترڅ کې د انګلیسي ژبې، کانکور چمتوالي او کمپیوټر زده کړو ۲۱۸ ټولګي جوړ کړي او دغه راز به د هرات ولایت د پوهنې ریاست کارکوونکو ته د انلاین ماسټري اسانتیاوې هم برابرې کړي.

ده زياته کړه چې د دې پروژې ټولیز ارزښت څه باندې ۷۴۴ زره او ۶۰۰ امریکايي ډالرو ته رسېږي او د یو کال په ترڅ کې به پلې شي.  

هغه وويل چې د تغیير لپاره د ځوانانو ملي خوځښت (YNAH) به له پوهنې وزارت سره د شوې هوکړې پر اساس د کابل ښار د ۲۵ زره زده کوونکو ترمنځ رقابتي ازموینې جوړې کړي او لایقو زده کوونکو ته به تحصیلي بورسونه او ارزښتناکې جایزې ورکړي.

 دغه راز د ده په وينا، د ځوانانو دغه خوځښت به د کابل ښار د ښوونځيو ۵۰۰ ښځینه ښوونکو ته د دري او ریاضي مضمونونو په اړه روزنیز سیمينارونه هم جوړ کړي.

دى وايي چې دغه پروژه د یو میلیون افغانیو په لګښت د شپږو میاشتو په ترڅ کې پلې کېږي.

وزير وايي چې د افغانستان د عامه مطالعاتو موسسه به له پوهنې وزارت سره د شوي تړون له مخې د پوهنې وزارت ۲۰ تنه کارکوونکو ته د بلژیک هېواد د ګنت پوهنتون په مرسته د پالیسۍ د تحلیل او تجزیې ټولګي جوړ کړي.

هغه وويل چې دغه پروژه به د دوه کلونو په ترڅ کې د څه باندې ۲۱ زره امریکايي ډالرو په لګښت پلې شي.

د هغه د معلوماتو له مخې، د افغان مېرمنو لپاره د کاناډا د مېرمنو موسسه به د تخار ولایت په بهارک ولسوالۍ کې د سواد زده کړو د ۱۰ ټولګيو د جوړېدو له لارې ۴۵۰ مېرمنو ته د لیک لوست اسانتیاوې برابرې کړي او دغه پروژه به د یو کال په ترڅ کې د څه باندې ۵۵ زره کاناډايي ډالرو په ارزښت پلې کشي.

وروسته د یادو موسسو استازو خبرې وکړې او له پوهنې وزارت سره یې په بېلابېلو برخو کې د هراړخیزو همکاریو ژمنه وکړه.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ښوونه او روزنه