منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۴۵ غ.و
۱۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نری باران · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

په نيمروز کې د ښځو د قتل او ځان وژنې پېښې ډېرې شوې دي

· ۲ دقیقې لوستل · ۸۸ کتنې

 زرنج(پژواک، د کب لومړۍ نېټه ٩٥): د نيمروز ولايت د ښځو چارو رياست وايي چې په دغه ولايت کې له ښځو سره د تاوتريخوالي کچه لوړه شوې او په روان کال کې يې ١٣٣ دا ډول موارد ثبت کړي دي.

د نيمروز ولايت د ښځو چارو مشرې امنې حکيمي پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېر کال په دې ولايت کې له ښځو سره د تاوتريخوالي د پېښو شمېره ١٠٨ ته رسېده، خو سږ کال دا شمېره ١٣٣ پېښو ته رسېدلې ده.

 هغې زياته کړه:(( تېر کال مو په نيمروز کې د ښځو د وژنې هېڅ پېښه نه درلوده، خو سږ کال په تېرو ١١ مياشتو کې مو څلور د وژنې او پنځه د ځان وژنې پېښې ثبت کړې دي چې ډېرې د اندېښنې وړ دي.))

مېرمن حکيمي، بېوزلي، له قانون نه نه خبرتيا، د زور ودونه او په نشه يي توکو د مېړونو روږدېدنه د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي عمده لامل بولي او وايي چې دوى په ولايت کې د ښځو د عامه پوهاوي لپاره د ژوند په بېلابېلو برخو کې روزنيز پروګرامونه لري.

 نوموړې همدارنګه زياته کړه چې د کورني تاوتريخوالي اصلي شمېره له هغو شمېرو ډېره اوچته ده چې د ښځو چارو رياست کې ثبت شوې، ځکه چې دا ډول قضيې په لرو پرتو سيمو کې د سپين ږيرو او ولسي شوراګانو له لارې حل و فصل کېږي.

نوموړې په دولتي ادارو کې د ښځو د شتون يادونه هم وکړه او ويې ويل چې تر اوسه پورې ٩٠٠ ښځو د کار لپاره د ښځو چارو رياست کې نوم ليکنه کړې، حتى غواړي چې د پوليسو له ليکو سره يو ځاى شي، خو امنيتي چارواکو ويلي چې تشکيلات يې کم دي او نه شي کولى چې ښځې جذب کړي.

 د نيمروز د ښځو چارې مشرې وويل:((په لومړي قدم کې له کورنيو چارو وزارت څخه غواړو چې په نيمروز کې د ښځو تشکيلات لوړ کړي، له مرستندويه موسسو غوښتنه داده چې په نيمروز  کې له ښځو سره مرستې وکړي.))

د نيمروز والي محمد سميع  هم بېوزلي، وزګارتيا او روږدېدنه  د ښځو پر وړندې د تاوتريخوالي لوړېدو لامل ګڼي، خو وايي چې له ښځو سره تاوتريخوالى، ددې ولايت د وګړو په پرتله ډېر کم دى.

هغه وايي:((د ښځو چارو رياست په نيمروز ولايت کې له تاوتريخوالي سره د مبارزې او ښځو د پوهاوي لپاره کمپاينونه پيل کړي دي، د ولايت مقام هم په دې برخه کې له اړوندو ارګانونو سره جدي مبارزه کړې ده.))

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ښځې