منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۴۵ غ.و
۱۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نری باران · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

“له کور د بهر تصميم نيولو په برخه کې له هرو سلو کسانو يې ١١ ښځې دي”

· ۳ دقیقې لوستل · ۹۳ کتنې

کابل (پژواک ٣ کب ٩٥): د مرکزي احصايې ادارې تازه څېړنه ښيي، چې په افغانستان کې له کور څخه د بهر په تصميم نيولو او پرېکړو کې د ښځو د مشارکت کچه تر ډېره ښه شوې او دغه شمېر په هرو سلو کسانو کې يوولسو ښځو ته رسېدلې ده.

د احصايې مرکزي ادارې سرپرست شېراحمد جامي زاده، نن په کابل کې په خبري ناسته کې وويل، دغه څېړنه د هېواد په ټولو ٣٤ ولايتونو کې له ٨٧٩٧ کسانو سره د مرکې پر بنسټ، چې ډېرى يې د ليسانس، ماسټرۍ او يا مسلکي ښوونځيو فارغين دي، ترسره شوې ده.

د هغه په وينا، په يادو کسانو کې ٧٣٣٩ دولتي کارکوونکي، د غيردولتي ادارو ٤٢٨ رييسان او مرستيالان او د خصوصي جوړښتونو هغه ١٠٣٠ کسان چې د تصميم نيونې تر کچې و؛ شامل دي.

جامي زاده زياته کړه، ياده سروې د هېواد په کچه د تصميم نيولو په برخه کې د جنسيتي تناسب د معلوماتو ترلاسه کولو او د تصميم نيونې برخه کې د ښځو د مشارکت د ٣٠ سلنه ګډون په اړه، چې د افغان حکومت اساسي موخه ده، ترسره شوې ده.

د احصايې مرکزي ادارې څرګنده کړه، چې د يادې څېړنې د معلوماتو پر بنسټ، د تصميم نيولو په برخه کې د ښځو ونډه په ١٣٩٥ لمريز کال کې د ١٣٩٢ کال په پرتله چې ياده اندازه په کې ٩.٩ سلنه وه، ٠،٨ سلنه لوړه شوې، چې اوس ١٠،٧ سلنې ته رسېدلې ده.

جامي زاده څرګنده کړه، چې له کور څخه بهر پرېکړو کې د نارينه وو کچه ٨٩،٣ سلنه جوړوي.

په ياد راپور کې راغلي، له يادې جملې يې په دولتي برخه کې د ښځو د تصميم نيونې اندازه ١٠،٣ سلنه، په غيردولتي بنسټونو کې ٢٠،٣ سلنه او په خصوصي برخه کې ٩،٦ سلنه ده.

د ښځو ځورول، د لوړپوړو چارواکو له لوري له دوى د دوامداره ملاتړ نه شتون، د پراختيايي، مشرتابه او روزنيزو پروګرامونو نه شتون، د ډله ييز کار د پياوړې روحيې نه شتون، د لوړپوړو چارواکو له لوري ښځو ته د تصميم نيولو د واک نه سپارل؛ ټول هغه موار دي، چې د يادې څېړنې پر بنسټ؛ په ياده لړۍ کې د ښځو د مشارکت د پرمختګ په وړاندې خنډ ګرځېدو لامل شوي دي.

دغه راز د مناسبې کاري فضا نه شتون، د لوژستيکي وسيالو کمښت، د مکافاتو او مجازاتو سيسټم نه شتون، د معلوماتو د شريکولو علم کمزورتيا او په کاري چاپېريال کې د هره ورځنيو کاري اړيکو کمزورتيا  نور هغه ننګونې او ستونزې دي چې د مرکزي احصايې په وينا؛ د تصميم نيونې په کچه کې د ښځو د ګډون په وړاندې د خنډ لامل شوې دي.

د ښځو چارو وزارت د پاليسۍ او پلان معينه سپوږمۍ وردګ په ياده ناسته کې وويل، د ياد راپور پر بنسټ؛ اوس هم د تصميم نيونې په برخه کې د ښځو د ونډې کچه کمه او د اندېښنې وړ ده.

نوموړې د دې خبرې په څرګندولو سره چې په ١٣٨٥ لمريز کال د تصميم نيونې په برخه کې د ښځو د مشارکت اندازه له ٩ سلنې زياته وه، وويل: "له بده مرغه ترلاسه شوې شمېرې ښيي چې په تېرو لسو کلونو کې د ښځو د ونډې اندازه ٧،١ سلنه لوړه شوې، چې دا کار زموږ لپاره د اندېښنې وړ دى."

سپوږمۍ وردګ څرګنده کړه، چې د ښځو د تصميم نيولو کچې د لوړولو په برخه کې د افغان دولت ٣٠ سلنه اصلي موخې ته د رسېدو لپاره په راتلونکو څلورو کلونو کې بايد په دغه برخه کې مناسب کاري کړنلارې او پاليسۍ چمتو او د ترسره کولو لپاره يې عملي ګامونه پورته شي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ښځې