فراه(پژواک،۳ کب ۹۵): په فراه کې د قلم لار ټولنې د مورنۍ ژبې د نړيوالې ورځې په مناسبت په لومړي ځل د پښتو ژبې کتابونو، کتابتون جوړ کړ.
د قلم لار مدني ټولنې مشر مطيع الله ويسا نن د ياد کتابتون د پرانېستې په مناسب په جوړه شوې ناسته کې وويل:" دا د هغو نهو کتابتونو له ډلې څخه يو دی چې زموږ د ټولني لخوا په بېلابېلو محرومو ولاياتو کې پرانېستل کيږي."
دغه کتابتون چې نن د فراه په مرکز کې د ګڼ شمېر فرهنګيانو، مدني فعالانو او د کتاب مينه والو په کې ګډون درلود، په رسمي ډول پرانېستل شو، ۱۵۰۰ ټوکه علمي، ديني، تاريخي، ادبي او د ماشومانو ادبياتو کتابونه لري.
ده زياته کړه ، يو نيم کال مخکې يې د ټول افغانستان په کچه د فېسبوک له لارې د کتاب راټولو کمپاين پيل کړی و چې تر شپيته زرو ډېر بېلابېل کتابونه يې راټول کړي و.
هغه وويل:" راټول شوي کتابونه موږ بېلابېلو ولايتونو ته وړو او نن مو د مورنۍ ژبې د نړيوالې ورځې په وياړ په فراه ولايت کې د پښتو ژبې عامه کتابتون پرانېست."
دی زياتوي، د ياد کتابتون خونه د پير روښان کولتوري ټولنې لخوا جوړ شوى او مديريتي چارې يې هم د يادې ټولنې پر غاړه دي.
فراه کې مدني فعال او د پير روښان د ټولنې مشر نقيب الله نيکمل پژواک وويل:"په مورنۍ ژبه زده کړې کول د هر انسان قانوني حق دی خو متاسفانه په فراه ولايت کې د مسوولينو د نه پاملرنې له امله پښتو ژبې ته کار نه دی شوی."
د هغه د معلوماتوله مخې، تردې وړاندې په فراه کې په پښتو ژبې کتابتون نه و او په فراه کې ګڼ شمېر اوسېدونکي پښتانه دي چې له ګڼو ستونزو سره مخ و .
د نوموړي په وينا،د پير روښان د ټولنې لخوا د کتاب مياشتنى کمپاين پيل شوى، چې نن يې لومړۍ ورځ ده او تر راتلونکې يوې مياشتې پوره به د کتاب لوستلو د کولتور د ترويج لپاره نور پروګرامونه هم جوړ کړي.
د ميدان وردګو ولايت اوسېدونکي او په فراه پوهنتون کې زده کړيال مطيع الله د دې کتابتون د پرانېستې له امله خوښي وښوده او ويې ويل:" زما او زموږ په پوهنتون کې د زيات شمېر نورو زده کړيالانو مورنۍ ژبه پښتو ده خو موږ پښتو کتابونو ته لاسرسى نه درلود."
هغه زياته کړه، اوس په دې کتابتون کې په پښتو ژبه بېلابېل کتابونه ترلاسه کېدی شي او تردې وروسته به د مطالعې لپاره ياد کتابتون ته راځي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










