فراه (پژواک، ٤ کب ٩٥): د فراه ولايت مرکز کې د نجونو څلور لېسې د طالبانو د ګواښ له امله تړل شوې او سلګونه زده کوونکې له زده کړو بې برخې شوې دي.
د فراه د پوهنې رييس محمد صابر فاروقي پژوک خبري اژانس ته وويل چې طالبانو ١١ ورځې وړاندې د دغو ښوونځيو له مديرانو سره چې د فراه د مرکز په نوبهار، رج، ګنهکان او روکن سيمو کې دي، ويلي چې یاد ښوونځي دې رخصت کړي.
فاروقي وويل: ((سره له دې چې موږ ښوونځي په رسمي ډول نه دي رخصت کړي، خو د طالبانو له وېرې يې زده کوونکي له يوې اوونۍ راهيسې ښوونځيو ته نه راځي.))
فاروقي وويل چې سلګونه نجونې په دغه ښوونځي کې د زده کړو له دوام نه محرومې شوې دي.
د فراه د پوهنې مشر په دې اړه چې طالبانو ولې د دغو ښوونځيو د فعاليت مخنيوى کړى؟ څه ونه ويل خو څرګنده يې کړه چې د عالمانو او سپين ږيرو له لوري يې له طالبانو خبرې سره روانې دي، څو ښوونځي بېرته فعال شي.
د نوبهار يوه اوسېدونکي امان الله وويل چې له لسو ورځو راهيسې د دغه کلي د نجونو ښوونځى د طالبانو د ګواښ له امله تړل شوى دى.
نوموړي له دولت او طالبانو وغوښتل چې د يادو ښوونځيو د بيا فعالېدو په برخه کې مرسته وکړي.
په فراه کې د طالبانو د پوهنې مسوول مولوي فخرالدين د دې خبر د تاييد تر څنګ ادعا وکړه چې په دغو ښوونځيو کې نا اخلاقي کارونه ترسره کېدل، هغه وويل: ((موږ د خلکو د ابرو ساتلو لپاره دا ښوونځي وتړل.))
نوموړي زياته کړه چې دغه ښوونځي د طالب مشرانو تر دويم امر پورې تړل شوي دي، خو د فراه د پوهنې مشر فاروقي په ښوونځيو کې د غير اخلاقي کارونو د کېدو ادعا بې بنسټه وبلله.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










