جلال اباد (پژواک، ۵ کب ٩٥): په ننګرهار کې کورنيو توليداتو ته د بازار موندنې په موخه دوه ورځنی نندارتون پرانيستل شو چې په کې بېلابېل صنعتي او کرنیز توکي نندارې ته وړاندې شول.
ياد نندارتون د کب په ۵مه د جلال اباد ښار په عيدګاه جومات کې د جمعيت اصلاح ټولنې له خوا پرانيستل شو چې دوه ورځې په دوام کوي.
په ننګرهار کې د جمعيت اصلاح مشر عبدالرحيم صراف د ياد نندارتون د پرانيستې په څنډه کې پژواک اژانس ته وویل چې د نندارتون موخه په ننګرهار کې کورنيو توليداتو ته د بازارموندنې په موخه جوړ شوی دی.
دی وايي: ((زموږ هدف دا دی چې خلکو ته له افغاني توليداتو د ګټې اخيستنې عامه پوهاوی ورکړو چې د خپل هېواد توليدات استعمال کړي، له يوې خوا خپل اقتصاد پياوړی کړي او له بلې خوا د پرديو له احتياجه ځان وژغورو.))
صراف وويل چې په ننني نندارتون کې د کتابونو غرفې هم اېښودل شوې چې خلک د کتاب له مطالعې سره اشنا شي او کتابونه واخلي.
د هغه په وينا، په نندارتون کې د بېلابېلو افغاني توليداتو ۵۵ غرفې اېښودل شوې دي چې په کې ډول ډول خوراکي توکي، لاسي صنايع او فرهنګي توکي اېښودل شوي دي.
د نندارتون يوه ګډونوال او د افغانستان د خواريکښو او مزدورانو د سراسري اتحاديې مشر ډاکتر محمد لياقت عادل له پژواک سره د خبرو پر مهال دغه نندارتون د افغاني توليداتو د بازارموندنې لپاره يو ګټور اقدام ياد کړ.
هغه پر هېوادوالو غږ وکړ چې د افغاني توليداتو د پياوړتيا لپاره دې له خپلو توليداتو ګټه پورته کړي او له ملي سوداګرو يې وغوښتل چې د وارداتو پر ځای دې په هېواد کې کارخانې جوړې کړي چې هم خپل توليدات زيات شي او هم ورسره د بې روزګارۍ کچه راکمه شي.
په ننګرهار کې د (ګېفټ ټو زېسټ) په نوم د مربع او چکني بابو توليدوونکي شرکت مشر شېرمحمد ښېوه وال چې په ياد نندارتون کې يې د خپل شرکت توليدات نندارې ته وړاندې کړي وو، پژواک ته وويل چې دغه ډول نندارتونونه به يې د توليداتو لپاره بازار برابر کړي.
دغه راز په نندارتون کې د کتابونو تر شا ولاړ د مومند خپرندويه ټولنې مسوول فضل مولا مومند له پژواک سره د خبرو پر مهال له هېوادوالو وغوښتل چې له افغاني توليداتو ګټه پورته کړي.
هغه خلک مطالعې ته هم تشويق کړل او زياته يې کړه چې اوسمهال په ننګرهار کې د کتاب چاپ زيات شوی؛ خو پلورونکي يې کم شوي دي.
د يادولو وړ ده چې په ننګرهار کې د جمعيت اصلاح ټولنې تر دې وړاندې په ټول ولايت کې افغاني توليداتو ته د بازارموندنې په موخه د عامه پوهاوي يو کمپاين په لاره اچولی و.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










