منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۴۶ غ.و
۱۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نری باران · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

” دولت دې د ښځو د حقوقو په برخه کې خپلې ژمنې عملي کړي”

· ۳ دقیقې لوستل · ۷۳ کتنې

کابل (پژواک،١٠کب ٩٥): ولسي جرګې د ښځو نړيواله ورځ ونمانځله؛په دې مراسمو کې د جرګې يوه ښځينه غړې هم نه وه او د نارينه وکيلانو له ډلې يوازې يوتن برخه اخيستې وه.

په لومړي ځل د مارچ اتمه، د ښځو د نړيوالې ورځې په توګه په ١٩١١کال کې امريکا کې ونماځل شوه چې له هغې نېټې څخه تر اوسه د نړۍ بېلابېلو هېوادونو کې نمانځل کېږي.

افغانستان کې هم له شاوخوا يوې نيمې لسيزې  راهيسې دا ورځ نمانځل کېږي.

نن د ولسي جرګې له لوري د ملي شورا الحاقې ودانۍ کې په داسې حال کې دا ورځ نمانځل شوه چې د جرګې ښځينه وکېلانو شتون نه درلود او د جرګې له نارينه وکيلانو څخه يوازې د جرګې مرستيال منشي عرفان الله عرفان برخه درلوده په داسې حال چې جرګه ١٦٩ نارينه او ٦٧ ښځينه وکيلان  لري.

 ننني مراسم د ولسي جرګې د دارالانشا له لوري تنظيم شوي و او د اجنډا له مخې، بايد ددې جرګې دوو غړو (فوزيه کوفي او ربابه پرواني) هم ويناوې کړې واى.

د افغانستان د بشري حقونو کمېسيون غړې قدريه يزدان پرست د نن په مراسمو کې وويل :" د پارلمان استازو موږ ته د ښځې ورځې مراسمو کې د ګډون بلنه راکړې وه؛ خو خپله شتون نه لري؛ ټول ميلمانه دي خو کوربه نشته؛ کاشکې چې زموږ پيغام کوربنو ته هم ورسېږي."

يزدان پرست هېواد کې د ښځو وضعيت ته اشاره وکړه او ويې ويل چې ښځه په هېواد کې ناپېژندل شوې پاتې ده او ټول کارونه چې تېرو ١٦ کلونوکې د ښځو حقونو په برخه کې ترسره شوي، نمايشي دي.

نوموړې زياته کړه چې ښځې د هېواد په ټولو برخو کې بايد ٥٠ سلنه ونډه ولري، ځکه د هېواد د نيمايي وګړو برخه جوړوي.

د ولسي جرګې مرستيال منشي عرفان الله عرفان د نن ورځې مراسمو کې د جرګې د نورو غړو نه ګډون په اړه څه ونه ويل.

نوموړي وويل چې د اسلام دين ښځو ته ډېر حقونه ورکړي، خو نړيوال د نر او ښځې د حقونو د تساوي بحث د خپلې سوداګرۍ لپاره کاروي.

 نوموړي زياته کړه : " د اسلام دين بنسټيزه موخه د ښځو د عزت نفس خونديتوب ده او اسلام   هم د ښځو عدالت پر خونديتوب ټينګارکوي نه مساواتو،د اسلام دين له اړخه د ښځو لپاره مساوات ظلم دى، زه د يو بزګر زوى يم، که ښځې د نارينو ترڅنګ کرونده کې کار وکړي، دا د ښځو  پر حق ظلم دى."

د هغه په وينا، نن غربي نړۍ د ښځو اونارينو د حقونو مساواتو په نوم  په واقعيت کې له ښځو څخه د خپلو سوداګريزو موخو او عياشۍ لپاره ګټه اخلي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونود ښځو حقونو له  تساوي څخه د ملاتړ  دفترسلاکارډاکټرسيدصادق دافغانستان  د ښځو ځورونې منعې قانون تصويب يو لاسته راوړنه وبلله او له افغان دولت څخه يې وغوښتل چې د ښځو حقونو په برخه کې شوې ژمنې عملي کړي.

نوموړي ددې قانون تصويب د ښځو حقونو ترلاسه کولو په برخه کې يو ښه پرمختګ وباله.

 د حکومت اجرايي رياست د ښځو چارې سلاکارې نسرين کروز وويل چې لاهم د خپلو کورنيو د پرېکړو قرباني دي او  له ښځو سره تاوتريخوالى ترسره کېږي.

د ښځوو چارو وزارت مرستيالې سپوږمۍ وردګ هم وويل که دولت ښځو او نارينو ته د مساوي حقونو غوښتنه کوي، بايد د عامه پوهاوي پروګرامونو له لارې د ښځو حقونو په وړاندې ذهنيتونه جوړکړي.

د هغې په وينا، ښځې لاهم په جدي توګه کورنۍ او ټولنه کې له توپيرسره مخ کېږي.                                 

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ښځې