کابل(پژواک، ۱۳کب ۹۵): ملي دفاع وزارت وايي چې په تېرو ٢٤ساعتونو کې په بېلابېلو ولايتونو کې د عملياتو پرمهال ١٤٩وسله وال طالبان وژل شوي او ٧٣نور ټپيان دي.
د ملي دفاع وزارت له لوري پژواک اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي چې ياد عمليات په لغمان، ننګرهار، کاپيسا، لوګر، فراه، تخار، بغلان او هلمند ولايتونو کې د افغان امنيتي ځواکونو لخوا ترسره شوي دي .
د خبرپاڼې د معلوماتو په اساس، په لغمان کې د خالد په نامه د يوه قوماندان په ګډون ٤٩وسله وال طالبان وژل شوي او ٢٨نور ټپيان دي .
دغه راز په هلمند کې د څلورو وسله والو په ګډون ٤٧وسله وال طالبان وژل شوي او ٢٢نور ټپيان دي، څلور موټر ، ١٣ موټرسايکلونه او وسله ترې ترلاسه شوي او شل ماينونه هم شنډ شوي .
ددې ترڅنګ په لوګر کې د دوو قوماندانانو په ګډون ٣٤وسله وال طالبان وژل شوي او ١١نور ټپيان دي .
همدارنګه په ننګرهار کې اته وسله وال، په فراه کې اووه او په تخار کې څلور وسله وال وژل شوي او يو شمېر ټپيان دي.
ملي دفاع وزارت د امنيتي سرتېرو د مرګ ژوبلې په اړه يادونه نه ده کړې .
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي .
login or register a new account.