کابل(پژواک، ۱۳کب ۹۵): د بغلان ولايت چارواکي وايي چې امنيتي ځواکونو د دولت وسله والو مخالفينو ته لېږدېدونکې وسلې کشف او ترلاسه کړې .
د ٨٠٨سپين زر زون وياند محفوظ الله اکبري په هغه خبرپاڼه کې چې يوه کاپي يې پژواک اژانس ته رالېږل شوې، ويلي چې دا وسلې تېره ورځ په يوه موټر کې د دولت وسله والو مخالفينو ته لېږدول کېدې .
د نوموړي په خبره، چې په دې وسلو کې ٢٤کلاشينکوفونه ، څلور راکټونه او يوه پيکا شامل دي .
د اکبري په وينا، دا وسلې په يوه هينو موټر کې له خوست ولايت څخه شمال ته د وسله والو مخالفينو لپاره لېږدول کېدې، چې امنيتي ځواکونو د بغلان په شرقي کمربند کې کشف او ترلاسه کړې .
ددې وسلو د لېږد په تړاو د چا د نيولو په اړه خبرپاڼه کې څه نه دي ويل شوي .
login or register a new account.