جلال اباد (پژواک، ۱۲ کب ٩٥): د ننګرهار د پوهنې رياست چارواکي وايي چې په دغه ولايت کې د نجونو زده کوونکو ډېرېدو له امله یې د نورو ښځينه ښوونکو د ګومارلو هلې ځلې پيل کړې دي.
دوی وايي چې سږ کال يې هم لسګونه نوې ښځينه ښوونکې پر دندو ګومارلې او هم يې د راتلونکي کال لپاره دغه کار ته لومړیتوب ورکړی دی.
د پوهنې رياست د مطبوعاتو مسوول محمد اصف شينواري له پژواک اژانس سره د يوې ځانګړې مرکې پر مهال وويل چې دوی ټول ۱۵زره ښوونکي لري چې له دې ډلې ۱۵۰۰ یې ښځينه دي.
هغه زياته کړه چې سږ کال يې د شېرزادو، حصارک او خوږياڼو ولسواليو ته نوې ښځينه ښوونکې اضافه کړې چې له امله يې په دغو ولسواليو کې د ښځينه زده کوونکو شمېر ډېر شوی دی.
شينواري وويل، ځینو ولسواليو ته ښځينه ښوونکو زړه نه ښه کاوه چې هلته يې بیا د هماغو ولسواليو د دوولسمو ټولګيو فارغې نجونې د ښوونکو په توګه ګومارلې دي.
دى وايي: ((په روداتو، دره نور، شېرزادو، حصارک او خوږياڼو ولسواليو کې مو د دوولسم ټولګي فارغې نجونې بېرته د ښوونکو په توګه وګومارلې او هم مو بېرته په دارالمعلمين کې د زده کړو زمينه ورته برابره کړې ده.))
د پوهنې رياست مطبوعاتي مسوول دا هم وويل چې تېر کال د يوې مرستندويې ادارې په مرسته ۸۰ ښوونکي نيول شوي چې ۵۰ يې ښځې دي.
دغه راز يوې بلې خيريه موسسې ۱۲۰ ښوونکي نيولي چې ډېرې په کې مېرمنې دي او ۹۵ نور نوي نيول کېږي چې په هغو کې به هم ډېرې ښځې ښوونکې وي.
د محمداصف شينواري د معلوماتو له مخې، اوسمهال په ټول ننګرهار کې اته سوه او ۲۰زره زده کوونکي پر زده کړو بوخت دي چې له ډلې يې ۳۵۰زره نجونې دي چې د ټولو زده کوونکو ۴۰ سلنه جوړوي.
دغه راز د خوږياڼو ولسوالۍ د پوهنې مدير عابدالرحمن له پژواک اژانس سره د خبرو پر مهال تاييد کړه چې په دې ولسوالۍ کې د ښځينه ښوونکو د شمېر ډېروالي له امله د نجونو زده کوونکو په شمېر کې د پام وړ ډېروالی راغلی دی.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، اوسمهال په دې ولسوالۍ کې د نجونو اووه لېسې فعالې دي چې ۴۰ ښځينه ښوونکې په کې پر تدريس بوختې دي.
نوموړی وايي، پخوا ډېرې هغه نجونې چې تر شپږمو ټولګیو به یې زده کړې ورسولې، وروسته به د کورنيو له خوا ښوونځي ته نه پرېښودل کېدې؛ ځکه ښوونکي يې نارينه وو؛ خو اوس چې د ښځينه ښوونکو شمېر ډېر شوی نو تر څنګ يې د نجونو زده کوونکو په شمېر کې هم ډېروالی راغلی دی.
عابدالرحمن زياته کړه: ((زموږ د نجونو په ښوونځيو او لېسو کې ۱۵زره ۷۹۱ نجونې پر زده کړو بوختې دي چې لامل يې هم په دې ولسوالۍ کې د ښځينه ښوونکو د شمېر ډېروالی دی.))
د خوږياڼو ولسوالۍ يوې ښوونکې د نوم نه ښودو په شرط پژواک ته وويل چې که يو شمېر ستونزې حل شي نو ښايي ډېرې خويندې د ښوونکې په توګه دندې اخيستو ته زړه ښه کړي.
ښځينه ښوونکو ته د ترانسپورټي اسانتیا نه شتون او د محرم لپاره د امکاناتو نه ورکړه هغه څه دي چې ياده ښوونکې يې لويې ستونزې ګڼي.
دې زياته کړه: ((دغه مشکلات که چېرته نه وای، نو ډېرو باسواده مېرمنو زړه ښه کاوه چې د ښوونکې په توګه دنده ترسره کړي.))
د بهسودو ولسوالۍ اوسېدونکى عرفان الله وايي چې پخوا په ښوونځيو کې د ښځينه ښوونکو د کموالي او يا نشتوالي له امله خلکو خپلې لوڼې ښوونځي ته نه لېږلې.
خو هغه زياتوي چې اوس په يو شمېر ښوونځيو کې ښځينه ښوونکې هم پر دندو ګومارل شوې دي چې له امله يې اوس نجونې ښوونځيو ته ځي.
د ننګرهار د ولايتي شورا ښځينه وکيله حميرا رفېع هم په دغه ولايت کې د ښځينه ښوونکو د شمېر ډېروالي په اړه خوښي څرګندوي او دا په ننګرهار کې د مثبت بدلون لپاره يو ستر ګام په ګوته کوي.
د مېرمن رفېع په وينا، پخوا د ښځينه ښوونکو شمېر کم و او ډېر کله کورنيو خپلې لوڼې تر شپږم ټولګي پورته زده کړو ته نه پرېښودې خو وايي اوس به دغه چاره نسبي راکمه شي.
نوموړې دا نيوکه هم کوي چې لرو پرتو سيمو ته لا هم سمه پاملرنه نه ده شوې او د دغو ښځينه ښوونکو ګڼ شمېر يې په ښاري او امنو سيمو کې دندې ترسره کوي.
خو د پوهنې رياست مطبوعاتي مسوول محمد اصف شينواری وايي چې د دغه کار لامل نا امنۍ دي، خو دوی يې د حل لپاره پر بديلو لارو چارو غور پيل کړی دی.
مدني ټولنې هم په ننګرهار کې د ښځينه ښوونکو د شمېر ډېرولو ته خوشبينې دي او دا په دغه ولايت کې د پوهنيز ډګر د پياوړتيا او غښتلتيا لپاره يو ښه ګام يادوي.
د مدني ټولنو د همغږۍ شورا غړې عايشه وايي چې د ښځينه ښوونکو د شمېر ډېروالی مېرمنو ته د کارموندنې او د ښوونيز بهير د پراختيا زمينه برابره کړې ده.
هغې زياته کړه: ((له يوې خوا يې مېرمنو ته کار پيدا کړی، له بلې خوا کورنۍ باوري شوې او نورو دندو ته هم خپلې لوڼې او ښځې پرېږدي، دغه راز نورې خویندې هم هڅېږي چې د ښوونکې په توګه دنده واخلي او نجونو ته هم جرئت ورکوي چې بايد خپلو زده کړو ته دوام ورکړي.
د يادولو وړ ده، اوسمهال د ننګرهار په ټولو ولسواليو کې د نجونو لېسې او ښوونځي موجود دي او د مسوولينو د معلوماتو له مخې، په ډېری ولسواليو کې ښځينه ښوونکې پر تدريس بوختې دي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










