منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۴۸ غ.و
۱۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نری باران · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي ضد کمپاينونه يوازې تبليغاتي بڼه لري

پژواک خبري اژانس
· ۳ دقیقې لوستل · ۸۱ کتنې

مزارشريف (پژواک، ۱۷ کب، ۹۵): په شمال زون کې له تېرې لسيزې راهيسې د ښځو د ژوند د مثبت بدلون په موخه د تر سره شوو چارو سربېره لا هم افغان مېرمنو له عدالت او سړيو سره د برابرۍ حقوق نه دي تر لاسه کړي.

د بلخ ځينو مدني فعالانو دغه څرګندونې په داسې حال کې پژواک خبري اژانس ته وکړې چې نن د کب په ۱۷مه، د دغه ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې د ښځو د نړيوالې ورځې په وياړ پنځه بېلا بېلې غونډې جوړې شوې وې.

مدني فعالان وايي چې په تېرو شپاړس کلونو کې د ښځو د ژوند مثبت بدلون لپاره د اساسي کړنو پر ځای نمايشې چارې ډېرې تر سره شوې دي.

مدني فعالې مېرمن ثنا پژواک ته وويل چې لا هم د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د کمښت او د ژوند د ښه توب چارې يوازې تبليغاتي بڼه لري او تر  ښارونو پورې رالنډې دي.

نوموړې زياته کړه چې کليوالې مېرمنې لا هم له سخت کورني تاوتريخوالي سره مخ دي.

د هغې په وينا، لا هم په کليو کې مېرمنې اوسړي په دې سم نه پوهېږي چې د ښځو حقوق يانې څه!

خو مدني فعاله مېرمن شکېبا ماهر بيا وايي چې لږ تر لږه د مارچ د اتمې نمانځنه دومره ګټه لري، چې د ښځې ياد په کې کېږي.

نوموړې د ښځو پر وړاندې د شته تاوتريخوالي د پخلي تر څنګ زياته کړه چې که ښارونو کې هم د ښځو په نامه دغه ورځ ونه نمانځل شي؛ نو د ښځې نوم به بېخي هېر شي.

بلخوا د بلخ د مدني ټولنو د اتحاديې مشر استاد حميد صفوت وايي چې په تېرو شپاړس کلونو کې د ښځو د ژوند د ښه توب لپاره له شته اسانتياوو ګټه نه ده اخيستل شوې.

نوموړي زياته کړه چې افغان مېرمن اوس هم له عدالت او له سړيو سره د برابرو حقوقو څخه برخمنه نه ده.

د هغه په وينا، اوس نو ډېره سخته ده چې د تېرو شپاړس کلونو اسانتياوې دې بيا پيدا او د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي مبارزه دې په سمه توګه وکړای شي.

په مزارشريف کې د ښځو د نړيوالې ورځې د نمانځنو په کتار کې يوه غونډه د شمال زون د بشر حقوقو خپلواک کمېسيون لخوا جوړه شوې وه.

ددغه کمېسيون مسوول سيدمحمد سامع هم په شمال زون کې د ښځو پر وړاندې د شته تاوتريخوالي په تړاو اندېښنه وښوده.

نوموړي د شمال زون په څلورو ولايتونو، سمنګان، بلخ، جوزجان او سرپل کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د ثبت شويو پېښو شمېر ۴۱۳ وښود چې د تېر کال په پرتله يې ۱۲سلنه ډېرې وګڼلې.

د هغه په وينا، په دغو پېښو کې د قتل، جنسي تېريو او صحرايي محکمو څخه تر وهلو ټکولو پورې پېښې شاملې دي.

سامع د دغو پېښو لامل په ټولنه کې شته فقر، د امنيت نشتوالی او د پوهې د کچې ټيټوالی وښود.

بلخوا د بلخ ولايت د استېناف څارنوالۍ د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د مبارزې مسوولې مېرمن فوزيه حميدي وويل چې لا هم په ډېرو سيمو کې د زورواکو له ګواښه د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي ځينې پېښې نه ثبتېږي.

نوموړې زياته کړه چې اوس هم په ولسواليو کې وسله وال زورواکي شته او ډېری وخت هڅه کوي  چې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي پېښې رسميات پيدا نه کړي. 

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ښځې