کندهار (پژواک ١٨ کب ٩٥): د علامه اکاډميسين عبدالشکور رشاد د دولسم تلین په یاد دوه ورځنۍ څېړنغونډه په کندهار ښار کې جوړه شوه.
د هېواد او سیمې د دغه وتلي عالم، لیکوال، څېړونکي او ژبپوه په اړه، دغه دوې ورځنۍ څېړنغونډه د کندهار ولایت مقام، اطلاعاتو او فرهنګ ریاست، کندهار پوهنتون، ټرانسپورټ ریاست، کندهار ښاروالۍ او افکو کمپنۍ په هڅو جوړه شوې ده.
دې څېړنغونډې ته د کابل، ننګرهار او څو نورو ولایتونو تر څنګ له ډهلي، پېښور او کویټې څخه د پښتو ژبې وتلي لیکوال، څېړونکي او پوهان رابلل شوي، چې په کې استاد حبیب الله رفیع، څېړنوال عبدالغفور لېوال، پروفیسر خالق رشید، استاد لال پاچا ازمون، زرین انځور او په لسګونو نور شامل دي.
ټاکل شوې ده، په دغې دوې ورځنۍ څېړنغونډه کې لیکوال او پوهان د علامه عبدالشکور رشاد د شخصیت، فکر، اثارو او د ژوند پر نورو اړخونو مقالې وړاندې کړي.
د څېړنغونډې لومړۍ برخه پیغامونو ته ځانګړې شوې وه.
په پیل کې د کندهار پوهنتون علمي مرستیال او د پاچا خان څېړنیز مرکز مشر انجنیر شېر شاه رشاد وینا وکړه.
رشاد په پيل کې له هغو ادارو مننه وکړه چې دغه څېړنغونډه یې جوړه کړې او له هېواد او له هېواد څخه بهر یې لیکوال، پوهان او څېړونکي ورته رابللي دي.
هغه زیاته کړه، دا د یوه فرد نمانځنه نه ده، بلکې دا د هېواد د هغه پېر نمانځنه ده، چې هر فرد یې ویښ زلمی و، د ټولنې په رمزونو پوهېدل، د چا په خوږو او ترخو نه غولېدل او د واک لپاره یې د چا مرییتوب نه کاوه.
د ده په وینا، علامه رشاد د هېواد او سیمې په کچه همداسې یوه عالم، څېړونکی او لیکوال و چې د علم او پوهې په برخه کې یې ډېر تت اړخونه راڼه کړي او په دې برخه کې په لسګونو علمي اثار ټولنې ته وړاندې کړي دي.
ده وویل، دغسې شخصیتونه هم په ژوند کې د قدر او ستایلو وړ وي او هم باید له مړینې وروسته په ښه نوم یاد شي.
رشاد ژمنه وکړه چې په دې څېړنغونډه کې وړاندې کېدونکې علمي مقالې به ژر چاپ او تر فرهنګي کړیو او اشخاصو به یې ورسوي.
د ولسمشر اشرف غني پیغام د هغه د سلاکار استاد لال پاچا ازمون له خوا وړاندې شو.
login or register a new account.