بيجنګ (پژواک، ٢٨ کب ٩٥): دافغانستان دتاريخي اثارو نندارتون د چين د پلازمېنې بيجنګ په شاهي موزيم کې پرانېستل شو.
په دې مراسمو کې چې پرون ترسره شول،د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو مرستيال ډاکټر کمال سادات، په چين کې دافغانستان سفير جانان موسى زي د چين د تاريخي اثارو د دولتي رياست مشر ليو يو جو، د افغانستان د ملي موزيم مشر محمد فهيم رحيمي او د چين د امپراطورۍ ماڼۍ مشر شان جي شيانګ او نورو ګڼو مينه والو برخه اخيستې وه.
جانان موسى زي پژواک خبري اژانس ته وويل، دا لومړی ځل دی چې د افغانستان تاريخي اثار په چين کې نندارې ايښودل کېږي
هغه زياته کړه چې چين او افغانستان د دغه نندارتون د تر سره کېدو لپاره زياتې هلې ځلې کړې دي.
نوموړي وويل چې دغه نندارتون به د روان زيږديز کال د جون د مياشتې تر ١٧مې نېټې پورې د درېيو مياشتو لپاره پرانېستى وي.
د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو مرستيال ډاکټر کمال سادات وويل چې په دې نندارتون کې ٢٣١تاريخي اثار نندارې ته اېښودل شوي دي.
د هغه په وينا، دغه اثار له قبل الميلاد درېيمې پيړۍ څخه تر لومړۍ پيړۍ پورې د افغانستان لرغونى مدنيت څرګندوي.
د يادونې ده چې څو مياشتې مخکې د افغانستان ددغو اثارو نندارتون په جاپان کې هم پرانېستل شوى و.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










