کابل(پژواک، ٣٠ کب ٩٥): ولسمشر محمد اشرف غني نن سهار د نوي کال د هر کلي په موخه د ارګ په انګړ کې يو نيالګى کېښود، خو ټاکل شوې چې په نوي ١٣٩٦ لمريز کال کې د هېواد په کچه ٢٦ ميليونه نيالګې کېنول شي.
د ارګ له مطبوعاتي دفتر نه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې مراسمو کې د ولسمشر مېرمن رولا غني، د ملي امنيت شورا سلاکار محمد حنيف اتمر، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزير اسدالله ضمير او ځينو نورو چارواکو ګډون درلود.
ولسمشرغني په دغه مراسمو کې له خلکو غوښتنه وکړه چې د زرغون افغانستان او سالم چاپېريال لپاره فرصت غنيمت وبولي، د زرغونتيا موسم کې په خپل کاري چاپېريال او کور کې نيالګي کېنوي.
د کابل ښار د زرغون کمربند د نيالګي اېښودلو پسرلنى کمپاين په تلوېزيون غره کې پيل شو.
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وياند لطف الله راشد پژواک خبري اژانس ته وويل چې د کابل زرغون کمربند کې اسمايي غر، قرغه، تلوېزيون غر، شيردوازه غر او قصبه شامل دي چې ٢١٣ نيالګي په کې کېنول شول.
نوموړي زياته کړه، ټاکل شوې چې ددغه وزارت د پلان له مخې، په ١٣٩٦ لمريز کال کې د هېواد په کچه څه باندې ٢٦ زره مېوه لرونکي او بې مېوې نيالګي کېنول شي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










