ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د رسنيو استازو او ژورنالستانو ولسمشر ته  معلوماتو ته د نه لاسرسي شکايت وکړ

د رسنيو استازو او ژورنالستانو ولسمشر ته معلوماتو ته د نه لاسرسي شکايت وکړ

author avatar
21 Mar 2017 - 13:34
د رسنيو استازو او ژورنالستانو ولسمشر ته  معلوماتو ته د نه لاسرسي شکايت وکړ
author avatar
21 Mar 2017 - 13:34

کابل (پژواک، د وري لومړۍ نېټه، ٩٦):  د رسنيو استازو او ژورنالستانو ولسمشر ته معلوماتو ته  د نه لاسرسي شکايت وکړ او په ډاګه يې کړه، چې د څېړنيزو راپورونو پر مهال له ننګونو او ستونزو سره مخ کېږي.

له ارګ څخه د وري په لومړۍ نېټه، پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر پرون ماښام د بېلابېلو ادارو ویاندویانو، د رسنیو مسوولینو، خبریالانو او د لیکوالو ټولنو رهبري غړو سره په کتنه کې وکړې او هغوى ته يې د نوي کار مبارکي وويله.

په خبرپاڼه کې راغلي، په دې کتنه کې چې د هېواد لومړۍ مېرمن هم شتون درلود، د بیان د ازادۍ د ملاتړ سفیر  احمد نادر نادري په تېرو دوه نیمو کالو کې د وینا د ازادۍ او د خبریالانو د ملاتړ او معلوماتو ته د لاسرسي په برخه کې د حکومت او رسنیو تر منځ د رامنځته شوې همکارۍ او همغږۍ یادونه وکړه.

هغه زياته کړه، ، دحکومت مطبوعاتي ادارو او ویاندویانو د ولسمشر په لارښوونه په تېر کال کې د رسنیزو فعالیتونو د بنسټي کولو په موخه پام وړ فعالیتونه او کوښښونه کړي او پر وخت له مسایلو څخه د خلکو د خبرولو په موخه به دغه کوښښونه لا زیات او دوامدار شي.

د رسنيو استازيتوب شریف حسن یار  وویل، ۱۳۹۵ لمریز کال له امنیتي پلوه هېوادوالواو خبریالانو ته له ننګونو ډک کال و او یو شمېر خبریالانو د رسنیزو فعالیتونو پرمهال خپل ژوند له لاسه ورکړ او یا هم ټپیان شول.

نوموړي له ولسمشر څخه د بيان د ازادۍ او د خبریالانو د ملاتړ له امله مننه وکړه او وې ویل، ځینو رسنیو او خبریالانو د ولسمشر په لارښوونه څېړنیز راپورونه ترتیب کړل، خو دغه کار له ستونزو او ننګونو سره مل وو.

حسنيار معلوماتو ته نه لاسرسی د څېړنیزو راپورونو د لارې عمده خنډ وباله.

د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې په استازیتوب نجیب شریفي د رسنیزو فعالیتونو او خبري پوښښ په موخه ارګ ته د رسنیو د لاسرسي د زیاتوالي په موخه د ولسمشر له پاملرنې مننه وکړه او د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي پېښو ته په اشارې یې د هغوی په خوندیتوب ټینګار وکړ.

ولسمشر اشرف غني د هېواد د رسنیو له ټولوکارکوونکو او ویاندویانو څخه له دې امله چې پر وخت خلکو ته معلومات ورکوي مننه وکړه او معلوماتو ته د رسنیو لاسرسي  د زیاتوالي لپاره یې د بېلابېلو ابعادو په اړه هر اړخیز بحث او د دولتدارۍ د فرهنګ بنیادي بدلون، مهم وباله. 

هغه زياته کړه، د ملي مسایلو په اړه اجماع موجوده ده، مګر د اساسي بحثونو په پایله کې باید دغه اجماع لا پیاوړې شي.

د ولسمشر غني په وينا، د رسنیو پر وړاندې د جنګي ډلو او غیر مسوولو وسله والو فشارونه د منلو وړ نه دي. دغه ډلې او افراد چې دهېوادوالو، ماشومانو، ښځو او خبریالانو ژوند او فعالیتونه تهدیدوي، د دوی پر وړاندې د جدي غبرګون او چلند اجماع موجوده ده.

نوموړي د ټولنې د فرهنګ او افکارو په وده کې د لیکوالو، فرهنګیانو، خبریالانو او رسنیو د فعالیتونو ارزښت ته په اشارې وویل، دفرهنګي برخې لپاره يې په بودجه کې حداقل لس میلیون ډالر نیولي او د اړتیا او واضح طرحې له مخې دا اندازه زیاتولی هم شو.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.