کابل (پژواک، ٢ ورى ٩٦): ولسمشر غني وايي، نوى کال به د بزګرو او مالدارو لپاره ښه کال وي، ځکه د اوبو کچه زياته شوې او له امله به يې د للمي ځمکو حاصلات ٤٠ سلنه زيات شي.

له ارګ څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر محمد اشرف غني نن ماسپښین د نوي لمریز کال د نمانځنې مراسمو کې چې د هېواد د لومړۍ مېرمن د دفتر له لوري په ارګ کې ترسره شول، ګډون او وینا وکړه.

سرچينه کاږي، په دې مراسمو کې یو شمېر فعالو ښځو هم حضور درلود، د هېواد لومړۍ مېرمن د خپلو خبرو پرمهال ټولو هېوادوالو په ځانګړي ډول ښځو ته د نوي کال مبارکي وویله او هیله یې څرګنده کړه، چې وروستي ورښتونه به افغانستان زرغون کړي او دایمې سولې او ثبات ته به ورسېږي.

هغې د نوروز د نمانځنې مراسمو اساسي موخه د افغانستان د خلکو د پخواني فرهنګ ژوندي ساتل چې د خلکو تر منځ د احساساتو د انتقال وسیله کېږي، وبلله.

نوموړې وویل، د مثبتو فرهنګونو په بسنټي کولو سره پرمختللې او سالمه ټولنه لرلای شو.

ولسمشر هم په دې مراسمو کې خبرې وکړې، یو ځل بیا یې ټولو هېوادوالو په ځانګړي ډول ښځو ته د نوي کال او د پسرلي د پیل مبارکي وویله.

هغه په هېواد کې وروستیو ورښتونو ته په اشارې وویل، په تېرو ۲۵ کالو کې د اوبو کچه دغومره نه وه او نوی کال به بزګرو او مالدارو ته ښه کال وي.

ده څرګنده کړه، سږکال به د للمي ځمکو حاصلات ۴۰ سلنه زیات شي او هیله ده، چې زموږ د خلکو کورونه له الهي نعمتونو څخه ډک شي.

نوموړي زيات کړه، راتلونکی کال به د حکومت زیات تمرکز ښوونې او روزنې او همدارنګه امنیت ته وي.

په یادو مراسمو کې شفیقې حبیبي، نجیبې ایوبي او ځینو نورو د نوروز په اړه خبرې وکړې او د فرهنګ او هنر پیاوړتیا ته یې د هېواد د لومړۍ مېرمن د پاملرنې مننه او قدرداني وکړه.

په دې مراسمو کې د نوروز په اړه لنډ کلیپونه، د لیکوالۍ د جایزو د ګټونکو پېژندنه، د هېواد کتابتونونه، محلي سندرې، د موزیم، ملي ارشیف او دارالامان ماڼۍ تاریخچه ګډون کوونکو ته وړاندې شوه.

په پای کې ځینو ګډونوالو د نوي کال په مناسبت شعرونه وویل او دا مراسم ځینو فعالو ښځو ته د ستاینلیکونو په ورکولو سره پایته ورسېدل.