منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۱۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۳۶ غ.و
۱۴°صاف · ↑۱۴° ↓۱°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

ولسمشر غني: مسلکي زده کړې بايد انکشاف وکړي

· ۳ دقیقې لوستل · ۹۲ کتنې

کابل (پژواک، ٢ ورى ٩٦): ولسمشر غني وايي، مسلکي زده کړې بايد انکشاف وکړي او کډوالو ته هم د تخنیکي او مسلکي زده کړو اسانتیاوې برابرې شي.

د ولسمشرۍ له مطبوعاتي دفتر څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو په اړه ناسته د ولسمشر محمداشرف غني په مشرۍ، نن له غرمې مخکې په ارګ کې جوړه شوه.

سرچينه کامي، د زېربناو په چارو کې د جمهور رئیس ستر سلاکار ډاکټر محمد همایون قیومي په دې اړه خبرې وکړې، وې ویل، د جمهور رئیس د مشورې په اساس اته میاشتې وړاندې په دې اړه وړاندیزونه وشول چې د هغو له تعقیب وروسته اوس ښه پړاو ته رسېدلي یو.

هغه زیاته کړه، په مسلکي او زراعتي ښوونځیو کې کیفیت باید په داسې کچه وي چې زده کوونکي له فراغت وروسته د کار بازار کې جذب شي.

د پوهنې وزارت د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرستیال رحیل فرملي وویل، زموږ زیات تمرکز د افغانستان د کار بازار د اړتیاوو په سنجولو دی او پلان لري چې په ۲۰۱۷ او ۲۰۱۸ کلونو کې څو موډل ښوونځي جوړ کړي، ترڅو د هېواد تعلیمي او تخنیکي نصاب د کار بازار سره سم عیار شي.

د ده په وينا، د تخنیکي او مسلکي زده کړو د مینه والو د جذب او کانکور سیستم کې بدلون راځي او د ښوونکو د روزنې لپاره جامع لایحه برابرېږي، چې د فارغانو د کار ظرفیت په لوړولو اغېز ولري او هغوی په خصوصي سکتور کې کار ته جذب شي.

د کرنې وزارت معین احمد فهیم ضیایي وویل، کرنې وزارت تیار دی چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو معینیت درسي کریکولم په برخه کې همکاري وکړي.

هغه زیاته کړه، کرنې وزارت له  هغو ښوونیزو بنسټونو سره چې د زراعت په برخه کې فعالیت کوي، د اړیکو د زیاتوالي کوښښ کوي.

 د جمهوري ریاست سلاکار رفیع الدین ملکزي وویل، کارونه او خدمات باید معیاري وي او د کار مارکېټ ته زیاته پاملرنه وشي.

ولسمشر غني وویل، باید د ښوونځیو او انسټیټیوټونو مدیرانو کې زیاته انګېزه ایجاد شي، ځکه په تصمیم نیولو، اختیاراتو او مصوونیت کې ازادي مهمه ده، ترڅو استادان په خوښۍ کار وکړي.

هغه زیاته کړه، اوس موږ د کار د نسل د بدلون شاهدان یو او د ښوونځیو د مدیریت لپاره باید داسې کسان وګومارل شي چې اوږدمهاله لیدلوري ولري.

نوموړي د نوري فایبر ارزښت ته په اشارې وویل، ښوونځي باید نوري فایبر سره وصل شي او زده کوونکي کمپیوټري پوهه ولري.

ده ټینګار وکړ چې په مقرراتو، استخدام او روزنه کې باید معیار رعایت شي.

غني څرګنده کړه، په تحصیلي بورسونو باید تکړه زده کوونکي واستول شي، مسلکي زده کړې انکشاف وکړي او کډوالو ته هم د تخنیکي او مسلکي زده کړو اسانتیاوې برابرې شي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ښوونه او روزنه