منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۱۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۳۶ غ.و
۱۴°صاف · ↑۱۴° ↓۱°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

په تخار کې يوې پاکستانۍ کمپنۍ د يوه روغتون ١،٦ ميليونه ډالره تښتولي

· ۵ دقیقې لوستل · ۱۲۶ کتنې

تالقان(پژواک،٣ورى٩٦): د پژواک خبري اژانس پلټنې ښيي چې يوې پاکستانۍ کمپنۍ په تخار ولايت کې د دوه سوه بستريز روغتون ١،٦ ميليونه امريکايي ډالره تښتولي دي.

دغه پاکستانۍ کمپنۍ په ١٣٩٢کال کې د تخار په مرکز تالقانو کې د يوه دوه سوه بستريز روغتون د جوړېدو چارو تړون لاسليک کړ، خو تر يو څه کار وروسته دغه کمپنۍ وتښتېده او د روغتون چارې يې نيمګړې پرېښودې.

د اړوندې موضوع په اړه د ياد شوي روغتون د ماشومانو د برخې مشر ډاکټر انوش همتا پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا روغتون هیڅ ډول طبي وسایل نه لري او په دې برخه کې له ګڼو ستونزو سره مخ دی.

انوش وايي چې د دغه روغتون د طبي وسایلو پيسې غلا شوې دي، چې د پخواني روغتون زاړه وسایل ورته انتقال شوي، خو دغه وسايل بيا معياري نه دي.

نوموړی وايي: ((دوه میاشتې کېږي چې دې روغتون ته راغلي یو، پخوانى ولایتي روغتون مو ۱۲۰ بستره وو، د پخواني روغتون زاړه وسایل مو راوړي، ټولې خونې مو تشې دي، تر ټولو ساده وسایل هم نه لرو، ځکه چې پيسې یې تښتول شوې دي.))

دی وايي چې د دغه روغتون ودانیزې چارې هم نیمګړې دي، په خبره یې چې لارې یې باید پخې شوې وای چې لاهم نه دي شوي، یو شمېر دروازې یې لاهم نه دي ايښودل شوې او په ګڼو برخو کې یې نیمګړتیاوې شته.

ده زياته کړه چې د تخار سیمه ییزې ادارې  او د عامې روغتیا وزارت دغه پروژه په نيمګړې حالت کې ګټې اخیستنې ته سپارلې ده.

نوموړی وایي، داسې ښکاري چې د عامې روغتیا وزارت په دغه اختلاس کې شریک دی، ځکه په خبره یې تر هغه چې پروژه بشپړه شوې نه وای باید ګټې اخیستنې ته سپارل شوې نه وای.

د تخار د عامې روغتیا رییس ډاکټر حفیظ الله ساپی وايي چې دغه پروژه د المان هېواد له لوري غیر اختیاري وه چې په مرکز کې اعلان شوه او څو شرکتونو په کې ګډون درلود، چې تر ټولو ټیټه بیه د یوې پاکستانۍ کمپنۍ (AIRRS) وه.

ده وويل چې د يادې پروژې تړون د پاکستاني AIRRS او د الماني کمپنۍ AIPOS او د عامې روغتيا وزارت ترمنځ د نهه ميليونه امريکايي ډالرو په لګښت لاسليک شو.

نوموړی وایي: ((موږ د دغې پروژې نظارت کاوه، په وروستیو کې دغې کمپنۍ په تالقانو کې ټول مواد په قرض راوړي وو، موږ پرې جرمنان خبر کړل چې دوی ولې ټول مواد په قرض راوړي، جرمنانو له دوی څخه ضمانت وغوښت، شرکت له عزیزي بانک څخه د ١،٦ ميليونه امریکايي ډالرو ضمانت پاڼه راوړله، خو څه موده وروسته پاکستانیان وتښتېدل، کله چې جرمنانو عزیزي بانک ته مراجعه وکړه چې پیسې ترې واخلي، خو پیسې یې لاسته ورنه غلې.))

دی وايي چې پاکستانۍ کمپنۍ په عزیزي بانک چل کړی، ضمانت پاڼه یې ترې اخیستی خو پیسې یې نه دي ورکړي.

په تالقانو کې د الماني کمپنۍ AIPOS مالي مسوول محمد بشیر صابري پژواک ته وويل چې پاکستانۍ کمپنۍ دوی ته د یوه کال لپاره د ٢،٣ ميليونه امريکايي ډالرو ضمانت ورکړى و.

هغه وايي: (( کله چې کال پوره شو موږ ور څخه د نوي ضمانت غوښتنه وکړه او پاکستانۍ کمپنۍ هم له عزیزي بانک څخه د درېیو میاشتو لپاره د ١،٦ ميليونه امريکايي ډالرو ضمانت خط راوړ.))

صابري وایي چې د عزیزي بانک په ضمانت لیک کې داسې راغلي وو چې کله ورڅخه پيسې وغوښتل شي پرته له کومه ځنډه دغه اندازه پیسې به ورکوي، خو د پاکستانۍ کمپنۍ له تېښتې وروسته عزیزي بانک هم انکار وکړ.

نوموړی وايي:((دوه کاله کېږي چې موږ هڅې کوو خو نه شو کولی چې له عزیزي بانک څخه پيسې واخلو، د دغې کمپنۍ د مشر عمران شوکت او د روغتون انځورونه مو د عامې روغتیا وزارت ته واستول چې و یې نیسي، خو هیڅ ګام اوچت نه شو.))

دی وایي چې ددغې پروژې په تړاو له عزیزي بانک او له پاکستانۍ کمپنۍ سره ټول تړونونه او اسنادونه یې د عامې روغتیا وزارت، ولسي جرګې او ډېرو نورو مراجعو ته استولي، خو تر اوسه يې کومه پايله نه لرله.

په دې اړه د تخار د ولایتي روغتون پخواني رییس ډاکټر کرام الدین وکیل زاده پژواک ته وويل چې د دې پروژې د پلي کولو تړون په ۱۳۹۲ کال کې له يوې پاکستانۍ کمپنۍ سره لاس ليک شوى وو.

ده وويل چې پاکستانۍ کمپنۍ له يو څه کار کولو وروسته وتښتېده چې بيا يې نورې چارې د يوې المانۍ او ترکي کمپنۍ لخوا ترسره شوې.

د يادو دوسيو د څېړلو چارې هم وکيل زاده ته سپارل شوې وې.

هغه وايي: (( دغه دوسیه مې په مرکز کې پارلمان، وزیرانو شورا، عدلیې وزارت او محکمې ته وړاندې کړې ده وبه ګورو چې څه کيږي.))

د اړوندې موضوع په اړه د ولسي جرګې د روغتيا کمېسيون رييس حميدزي لالي پژواک ته وويل چې ياده موضوع تر اوسه پورې دوى نه ده رسېدلې.

هغه وويل: (( ما په تخار کې ددې شفاخانې په اړه اورېدلي دي، خو تر اوسه يې اسناد موږ ته نه دي راغلي که چيرې يې اسناد راشي نو موږ په دې برخه کې د صحت وزير خپل کمېسيون ته را غواړو.))

لالي دا هم وويل چې يواځې په تخار کې نه، بلکې د هيواد په ډيرو برخو کې د روغتونونو په نوم پيسې ايستل شوي، خو په شخصي جيبونو کې اچول شوې دي.

له تېرو څو ورځو راهيسې پژواک هڅه کوي چې د يادې موضوع په اړه د عامې روغتيا وزارت د اړوندو  چارواکو نظر  واخلي، خو د دې وزارت چارواکي په يوه او بل  نامه له نظر ورکولو څخه ځان پټوي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ښوونه او روزنه