منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۱۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۳۷ غ.و
۱۴°صاف · ↑۱۴° ↓۱°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

افغان امريکايي پوهنتون له ٧ مياشتو ځنډ وروسته بېرته پرانستل شو

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۰۳ کتنې

کابل (پژواک، ٥ ورى ٩٦): د افغانستان امریکایي پوهنتون مسوولين وايي، چې له اوو میاشتو تړل کیدو وروسته نن دغه پوهنتون بېرته د محصلیونو پر مخ پرانیستل شو.

د ١٣٩٥ لمريز کال د وږي په درېيمه نېټه (د اګست ٢٤مه) یخو ډله ځانمرګوبریدګرو پر افغانستان امریکایي پوهنتون ډله يیز بریدونه وکړل ، چې له امله یې د پوهنتون د استادانو او محصلینو په ګډون دیارلس تنه ووژل شول او څلویښت نور ټپیان شول.

تر پادې پېښې څه موده وروسته وسله والو طالبانو ددغه پوهنتون دوه تنه بهرني استادان هم وتښتول، چې له امله يې د دغه پوهنتون دروازې د محصلينو پر مخ وتړل شوې.

د افغانستان امریکایي پوهنتون مطبوعاتي مسولې زبیده اکبر وايي، چې دا پوهنتون په بشپړه توګه تړلی نه وو تړل شوى، په تیرو اوو میاشتو کې ددې پوهنتون محصلینو د آنلاین ټولګیو له لارې زده کړې ترلاسه کولې.

خو نوموړې امريکا غږ اشنا راډيو ته ويلي، چې سر له نن د وري له ٥مې نېټې څخه د پوهنتون دروازې يو ځل بیا د محصلینو پرمخ پرانیستل شوي دي.

هغې زياته کړې " په لومړیو دريو ورځو کې به زده کونکي د یو روزنیز پروګرام په ترڅ کې د پوهنتون له نوي چاپیریال سره بلد شي او د مارچ په اته ویشتمه نیټه به د پوهنتون درسونه شروع شي".

د میرمن اکبر په وينا، د افغانستان امریکایي پوهنتون ډیر پخواني محصلین بیرته پوهنتون ته راستانه شوي، خو هغې زياته کړې، چې د دغه پوهنتون په لږ شمیر محصلین نورو پوهنتونو ته هم تللي دي.

اوس په افغانستان امریکایي پوهنتون کې یو زر او اوه سوه محصلین په زده کړو بوخت دي، چې شپږ سوه یې د لیسانس او ماستړۍ په پروګرام کې په زده کړو بوخت دي.

د افغانستان امریکایي پوهنتون مطبوعاتي مسولې وویل چې سږکال ۸۰ نوي محصلین دې پوهنتون کې جذب شوي دي.

د افغانستان امریکایي پوهنتون له ۲۰۰۵ کال راهیسې په کابل کې فعالیت پیل کړی دی.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ښوونه او روزنه