ګردېز (پژواک، ٥ ورى ٩٥): په پکتيا کې داسې مهال نوى ښوونیز کال پيل شوى چې د دغه ولايت يوازې په يوه ولسوالۍ کې د نجونو ١٤ ښوونځي د نا امنۍ له امله تړل شوي دي.
د وري په پنځمه د پکتيا په مرکز کې د نوي ښوونیز کال د پيل په موخه ځانګړي مراسم نیول شوي وو.
په دې غونډه کې د پکتيا د پوهنې رييس کوچي ځاځي وويل چې سږ کال به زده کوونکي د کـتابونو د نشتوالي يا ناوخته ور رسېدو ستونزه ونه لري او راتلونکې اونۍ به له پلازمېنې کابل څخه د پکـتيا ټول کـتابونه ور ولېږدول شي.
خو کوچي وويل چې د پکـتيا تر ټولو په لويه زرمت ولسوالۍ کې اوس هم د نا امنۍ له امله د نجونو ١٤ ښوونځي تړلي دي.
نوموړي وويل: ((موږ د پکـتيا يوازې په زرمت ولسوالۍ کې ستونزې لرو، په زرمت کې زموږ ۱۴ ښوونځي تړلي چې ابتدائيه او متوسطه مکاتب په کې شامل دي؛ موږ يې د قومي مخورو او د سيمې د خلکو په مرسته د پرانيستلو جدي هڅې پيل کـړې دي.))
هغه وويل چې د پکتيا په پاتې نورو ١٢ ولسواليو کې د ښوونځيو د تړل کېدو ستونزه نه لري.
پوهنې وزارت د ۱۳۹۶ کال لپاره پکـتيا ته د ۲۰زره نوو زده کوونکو د جذب هدف ورکړی چې نيمايي به يې نجونې وي او ولايتي مسوولين هيله من دي چې ورکړل شوی هدف به ترلاسه او هڅه به وکړي چې د نوو زده کوونکو د جذب شمېر تر دې هم زيات کړي.
په دې غونډه کې د پکـتيا والي زلمي ويسا د زده کړو په کيفيت، ښوونځيو ته د ودانيو په جوړولو او د ښوونځيو د اړتيا وړ وسايلو او امکاناتو په برخو کې شته ستونزې او نيمګړتياوې يادې کړې او هيله يې څرګنده کړه چې اړوند وزارت او ادارې به يې د حل لپاره کوټلي ګامونه واخلي.
ويسا د زرمت د تړلو ښوونځيو په اړه اندېښنه وښوده او ويې ويل چې د پرانيستو لپاره يې هڅې روانې دي.
هغه وویل: ((موږ د ډېرو نورو په څېر په تعليمي برخه کې هم ډېر مشکلات لرو، زموږ اکثريت ښوونځي ودانۍ نه لري، د مکتبونو لپاره د اړتيا وړ ډېر وسايل نشته او له ډېره تاسفه بايد ووايم چې د ځينو مشکلاتو له امله مو په زرمت کې ډېر ښوونځي بند دي.))
دغه راز د پکـتيا د ولايتي شورا غړي محمدرحمن قادري وويل چې د پکـتيا د پوهنې اوسنی حالت ډېر نا مناسب او د اندېښنې وړ دی.
نوموړی وايي: ((پوهنه اساسي برخه ده، له موږ سره په دې برخه کې هم توپيري چلند شوی؛ زموږ تعليمي حالت د منلو نه دی، پکـتيا ډېر زيات کار ته اړتيا لري او موږ جدي غوښتنه کوو چې تعليم ته خاص پام وشي.))
login or register a new account.