منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱:۵۸ غ.م
۹° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د تدارکاتو کمېسیون د ننګرهار د بهسودو پله د سړکونو قرارداد ځنډولی

· ۳ دقیقې لوستل · ۵۷ کتنې

جلال اباد (پژواک، ۹ وری ٩۶): د ننګرهار د فواعد عامې رياست چارواکي وايي چې د بهسودو د نوي پله دواړو خواوو ته د سړک جوړولو قرارداد د ملي تدارکاتو کمېسيون ته تللی او له شرکت سره تر قرارداد وروسته به په نږدې ورځو کې عملي کار پرې پيل شي.

د بهسودو نوي پول دواړو خواو ته د سړک جوړونې په موخه د جوړو شوو تاسيساتو د نړولو چارې شاوخوا څلور مياشتې وړاندې پيل شوې او چارواکو ډاډ ورکړى و چې تر راتلونکو څلورو مياشتو به د شاوخوا ۶ سوه زره امريکايي ډالرو په لګښت ورغول شي.

تر دې وړاندې د بهسودو پر نوي پله د موټرو تګ راتګ هم نه کېده خو د زياتې ګڼې ګوڼې له امله يې موټرو ته اجازه ورکړې او د دواړو خواوو له وران ويجاړ سړکونو په ګټې اخيستنې موټر پر نوي پله تګ راتګ کوي.

خو موټر چلوونکي وايي چې د دغه پول جوړېدو لا تر اوسه خلکو ته ګټه نه ده رسولې؛ ځکه چې سړک خراب دی او بيا هم د تېر په څېر په زوړ کوچني سړک ګڼه ګوڼه زياته وي او يوازې په لږه ساحه کې خام سرک ته موټرې اوړي او له پله تېريږي.

د بهسودو ولسوالۍ د دامان سيمې يوه موټر چلوونکي سبحان الله پژواک ته وويل: ((اول د بهسودو پول نه د بسوګۍ واده جوړ و، کلونه وځنډېد، اوس يې له سړکه د بسوګۍ واده جوړ کړ؛ موږ نه پوهېږو چې دا څه ډول حکومت؟.))

د ننګرهار د ولايتي شورا منشي ذبيح الله زمري هم پژواک اژانس سره د خبرو پرمهال پر حکومت نيوکه وکړه، چې په ننګرهار کې يې د پروژو په پلي کولو کې تل ناغيړي کړې ده.

هغه وايي، د بهسودو په پول باندې په ځانګړي توګه د ننګرهار او په ټوله کې د ختيځو ولايتونو ولسونه زورول شوي او په بېلابېلو اوږدمهاله او لنډمهال وعدو غولول شوي دي.

د زمري په وينا، د سيند پورې غاړه ډېرې سيمې او حتی دوه ولايتونه پراته دي او که نور يې کار ځنډيږي؛ نو خلکو ته يې مشکل هم ډيرېږي.

د بهسودو ولسوالۍ قومي مشر ميراغا منصف پژواک ته وويل چې د پله دواړو خواوو ته د سړک جوړېدو د چارو له پيل څخه څلور مياشتې وړاندې خبر شوی خو عملي کار يې تر اوسه نه دی ليدلی.

هغه وايي، حکومت دې نور د ننګرهار ولسونه په تشو وعدو نه غولوي او بايد د بهسودو پول د سړک جوړولو کې عاجل او جدي اقدام وکړي.

خو د ننګرهار د ټولګټو رييس انجنير ظابط خان منګل پژواک اژانس ته وويل چې د سړک جوړېدو قرارداد د ملي تدارکاتو کمېسيون تر مېزه رسېدلی او ډېر ژر به قراردادي شرکت ته ورکړل شي.

هغه وايي چې د تدارکاتو چارې ځنډنۍ وي او خپل ځانګړی فورم لري. دى زياتوي: ((يوه مياشت يې په سروې کې تېره شوه، يوه په ډيزاين، بيا يوه مياشت يې په وزارت کې د بوديجې منظورېدو برخه کې تېره شوه، دا يوه میاشت کېږي چې د ملي تدارکاتو کمېسيون ته قرارداد تللی دی.))

نوموړي هيله مندي وښوده چې په نږدې ورځو کې به قرارداد د ملي تدارکاتو کمېسيون تاييد کړي او قراردادي شرکت ته به وسپارل شي او چارې به يې ډېر ژر پيل شي.

د يادولو ده، د بهسودو پول رغولو موضوع له تېرو شاوخوا پنځو کالو راهيسې روانه ده او په همدغه ټوله موده کې خلک له پخوانه پله د تګ راتګ پر مهال په ساعتونو ساعتونو انتظار کوي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول بيارغونه