جلال اباد (پژواک، ۱۰ وری ٩۶): ننګرهار کې د نارنج ګل دوديزه کلنۍ مشاعره د هېواد د بېلابېلو ولايتونو د سلګونو شاعرانو او د شعر مينه والو په ګډون ترسره شوه.
دغه مشاعره چې د وري په ۱۰مه د جلال اباد ښار د فوټبال په ستر لوبغالي کې جوړه شوې وه، د مشاعرې تر څنګ د کورنيو توليداتو د بازارموندې نندارتون هم پرانيستل شوی و.
د مشاعرې له پيله مخکې د ويناوو برخه وه چې په کې د يو شمېر ويناوالو پر خبرو سربېره د ولسمشر محمد اشرف غني پيغام هم ولوستل شو.
ولسمشر اشرف غني په خپل را استولي پيغام کې پر ځوانو شاعرانو غږ کړی چې د نارنج ګل مشاعرې دغه دود دې همداسې دوامداره وساتي څو ننګرهار تل د ادب او فرهنګ ټاټوبی پاتې شي.
د مشاعرې د پيل په خبرو کې د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل په مشاعره کې د سانسور شتوالي په اړه د خلکو اندېښنې رد کړې خو له شاعرانو يې وغوښتل چې په خپلو شعرونو کې دې د چا سپکاوی نه کوي.
هغه دا هيله هم وکړه چې شاعران دې په خپلو شعرونو کې د ولس ستونزې، غوښتنې او پر حکومت انتقادونه بيان کړي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست رسول باوري وویل چې د نارنج ګل مشاعره يوازې د ننګرهار نه، بلکې د ټول افغانستان د خلکو او شاعرانو مشاعره ده.
ده هيله څرګنډه کړه چې د نارنج ګل مشاعرې نېټه په کاليزو کې وليکل شي، څو مينه وال پرې خبر وي او په دې ورځ ځانونه ننګرهار ته ورسوي.
د مشاعرې په څنډه کې د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ رییس اورنګ صمیم پژواک اژانس ته وویل، سږ کال یې مشاعرې ته دوه برخې ورکړې وې چې لومړی یې د مشاعرې او دویمه یې د کورنيو توليداتو د نندارتون برخه وه.
هغه زياته کړه، مشاعرې دغه ځل له نورو کلونو سره ځکه توپير درلود چې عامو خلکو ته په کې هم د ګډون زمينه برابره شوې وه او هر چا کولی شول چې په مشاعره کې برخه واخلي.
د نارنج ګل دودیزه مشاعره دغه ځل هم د عمر خوړلو شاعرانو سربیره د ځوانو او ښځینه شاعرانو له رنګینيو ډکو، هنري، انتقادي او ملي شعرونو برخمنه وه.
رمضان صايم د خپل شعر طنزیه او انتقادي برخې د مشاعرې د ګډونوالو پر څېرو او خولو خنداګانې خورې کړې او په چک چکو یې بدرګه کړ.
ځوان شاعر سعيد شينواري په خپل شعر کې د پښتنو له ناوړه دودونو او کړنو سر ټکاوه، خو محمود خزان بیا په خپله هنري شاعرۍ په شعر کې د هنریت د مینه والو تنده ماته کړه.
دغه راز په مشاعره کې ډېر نور انتقادي او اصلاحي شعرونه هم ولوستل شول چې د مشاعرې د ګډونوالو د خوښۍ لامل شول.
د مشاعرې ځینو ګډونوالو سږنۍ مشاعره ځکه تر نورو کلونو ښه بلله چې په وینا یې نظم ته په کې ډېره پاملرنه شوې وه او هر چا په کې په اسانۍ ګډون کولی شو.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










