کابل (پژواک، ١٢ورى ٩٦): د څه باندې ١١٩ ميليونو افغانيو په لګښت، د اوبولګونې ١٧ شبکو بيارغونې تړون د کرنې وزارت او خصوصي شرکتونو استازو ترمنځ لاسليک شو.
د هېواد د کرنې وزارت مالي او اداري مرستيال عبدالقديرجواد نن کابل کې ددې پروژو د تړونونو لاسليک مراسمو پرمهال وويل چې ددې شبکو د بيارغونې لګښت ددغه وزارت له پراختيايي بوديجې ورکول شوى او د خلکو په همکارۍ پلې کېږي.
د نوموړي په وينا، د يادو پروژو بشپړېدو سره ددې ترڅنګ چې کابل، لوګر او پروان ولايتونو کې د څه باندې ١٥ زره جريبه ځمکې خړوب لپاره لارهوارېږي د اوبو٤٠ سلنې ضايعاتو مخنيوي به وکړي او د کرنيزو محصولاتو کچه به هم ٢٠ سلنه لوړه شي.
سرچينې زياته کړه چې د يادو شبکو بيارغونې چارې چې شپږ يې د کابل قره باغ او ده سبز ولسواليوکې، اووه شبکې د پروان بګرام ولسوالۍ او څلور نورې يې لوګر ولايت کې دي، ډېر ژر پيل او د کال تر پاى پورې به بشپړې شي.
د کرنې وزارت د ياد لوړپوړي چارواکي په وينا، دې پروژو کې به د سيمو اوسېدونکو ته څه باندې ٦٣ زره ورځې کار موکې رامنځ ته شي او درې زره کورنۍ به ددې پروژو د تطبيق په سيمه کې له اوبو برخمنې شي.
جواد له قراردادکوونکو شرکتونوڅخه غوښتنه وکړه چې خپل کارونه د تړون له مخې ترسره کړي.
هغه وويل، کوم کسان چې ددې پروژو په تطبيق کې ناغيړي کوي او يا چارې د تړون له مخې نه ترسره کوي،له قانوني چلند سره به مخ شي.
د کابل،پروان او لوګر ولايتونو د اوبولګونې ټولنې استازي او ياد تړون کې شامل يو لوري حاجي عبدالقاهر پژواک ته وويل چې ددې پروژو په بيارغونې سره به کروندګروته د اوبولګولو په برخه کې ډيرې اسانتياوې رامنځ ته شي.
هغه د کرنې له وزارت څخه وغوښتل چې نورو ولايتونو کې دې هم داسې پروژې ترسره کړي څو د کرنيزوحاصلاتو کچه لوړه شي.
په ورته وخت کې هغه وويل ، تړون کې شامل شرکتونه دې د تړون او په کې د شته موادو له مخې خپلې چارې په بشپړ کيفيت ترسره کړي.
د کرنې وزارت د مالي او اداري مرستيال دمعلوماتو له مخې، ټاکل شوې ده چې دا وزارت د ٦ ورته پروژو تړونونه په ياد شوو ولايتونو کې په نږدې راتلونکې کې لاسليک کړي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










