جلال اباد (پژواک، ۱۲ وری ٩۶): د ختيځو څلورو ولايتونو د کرنې رييسان وايي چې په دغه زون کې د کرنې سکتور نسبي پرمختګ کړی او تېر کال کروندګرو سره په بېلابېلو برخو کې مرستې شوې دي.
د ننګرهار، کونړ، لغمان او نورستان د کرنې رييسانو دا څرګندونې د وري په ۱۲مه په جلال اباد ښار کې د خپلو تېرو يو کلنو فعاليتونو په اړه د ځواب ويلو او د کروندګرو د ستونزو اورېدو په يوه غونډه کې وکړي.
دغې غونډې ته د يادو ولايتونو يو شمېر کروندګر هم رابلل شوي وو، چې د خپلو ستونزو په اړه يې له رسنيو سره خبرې وکړې.
د ننګرهار د کرنې رييس رفيع الله عبدالرحيمزي وويل چې د تېر کال د ځينو ستونزو له امله د کرنې په برخه کې مرستې يوازې له مرکزي ولسواليو سره شوې وې؛ خو سږکال پلان جوړ شوی، چې ټولو ولسواليو ته به دغه مرسته وغځول شي.
د هغه په وينا، اوس په ټول ننګرهار کې د کرنې سکتور ته وده ورکړل شوې، هم په خصوصي توګه، هم د موسساتو په مرسته او هم په دولتي چوکاټ کې دغې برخې ته کار شوی دی.
دغه راز د کونړ د کرنې رييس انعام الله ساپي وويل ،د سيمه ييزو ارګانونو د ادارې د راپور او ارزونې له مخې ، تېرکال دغه ولايت د نيالګيو کېنولو په برخه کې لومړی مقام خپل کړی دی.
دی وايي، د روان کال لپاره يې د اقتصاد وزارت په همکارۍ د شپږ سوه زره امريکايي ډالرو په ارزښت يو پروپوزل مختلفو ادارو ته استول شوی او د منظورۍ په نتيجه کې به يې دغه ولايت په زراعتي برخه کې لا ډير پرمختګ وکړي.
د لغمان ولايت د کرنې رييس محمد جمال خوشحال وويل، په دغه ولايت کې د کرنې سکتور د ودې، مسلکي والي او پراختيا په برخه کې ځانګړي پروګرامونه ترسره شوي دي.
دی وايي، د کروندګرو او مالدارانو د وضعيت ښه والي لپاره نه يوازې حکومتي ګامونه پورته شوی، بلکې يو شمېر موسساتو هم مرستې کړي، چې د لغمان زراعت او مالدارۍ ته يې پراختيا وربښلې ده.
د نورستان د کرنې او مالدارۍ رييس غياث صديقي وايي چې د نورستان خاوره د کرنې د ودې لپاره ډيره ګټوره ده؛ خو وايي، دغه ولايت ته ډيره پاملرنه نه ده شوې.
هغه وايي، که څه هم سږکال د غنمو د حاصلاتو د لوړوالي لپاره کروندګرو ته اصلاح شوي تخمونه ورکړل شوي؛ خو لا هم په دغه ولايت کې ډير کار ته اړتيا ليدل کېږي.
بلخوا د يادو ولايتونو کروندګر وايي چې ورسره شوې په بېلابېلو برخو کې مرستې بسنه نه کوي او د اصلاح شويو تخمونو او سرو په برخه کې مرستو ته اړتيا لري.
د ننګرهار د بهسودو ولسوالۍ يو اوسېدونکي دهقان مرجان ګل پژواک اژانس ته وويل چې تر اوسه ورسره د اصلاح شويو تخمونو او سرو په برخه کې دومره مرسته نه ده شوې چې د دوی ستونزه دې حل کړی.
هغه وايي: ((په کال کې يوازې يو ځل راسره يوه نيمه موسسه کومک کوي؛ خو دومره نه وي، ډيره لږه وي؛ نو بيا موږ مجبوريږو چې په بازار کې ارزانه تخمونه او سره واخلو؛ ځکه وس مو نه شته، چې ښه تخم واخلو.))
دغه راز د کونړ ولايت د څوکۍ ولسوالۍ يوه کروندګر ملک سيد محمد وويل، کرنې وزارت په دغه ولايت کې ډير زيات کار کړی دی: ((موږ ته يې بڼوالي جوړه کړې، مرغداري يې جوړه کړې او په درېيم قدم کې يې ناجوړه لښتي (ويالې) هم جوړ کړي دي.))
د لغمان د قرغيو ولسوالۍ يو کروندګر شمس الدين وويل چې په لغمان کې کرنې رياست کارونه ښه روان کړي، په داسې دښتو کې يې هم د اوبه خور سيسټمونه جوړ کړي چې بيخي د اوبو درک په کې نه و.
خو له نورستان ولايت څخه راغلي کروندګر عبدالخالق وويل، په دغه ولايت کې د کرنې ترڅنګ مالداري هم له ستونزو سره مخ ده.
نوموړي وويل: ((د زراعت ساحه کمه ده، مالداري ډيره ده؛ نو واښه ورته بسنه نه کوي، مالداري ورځ تر بلې اوس کمېيږي.))
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










