نيلي (پژواک، ١٦ ورى ٩٦): د دايکنډي ولايت د بشري حقونو کمېسيون موندنې ښيي چې د دغه ولايت شپږ سلنه ښوونځي معياري ودانۍ لري، خو پاتې نور يې له ودانيو پرته په کنډوالو او داسې ځايونو کې فعال دي چې د شپې له خوا په کې حيوانات ګرځي.
د پوهنې په اړه د يادې ادارې د څېړنې له مخې، د درسي توکو او ښوونکو کمښت، د ٧٢ سلنه ښوونځيو د روغتيايي اوبو نشتوالى، په ټولو ښوونځيو کې د توکو د نشتوالي له امله د لابراتوارونو نشتوالى او د ودانۍ نشتوالى، د دغه ولايت د پوهنې له عمده ننګونو ګڼل کېږي.
د کمېسيون مشر محمد جواد دادګر وويل چې د دوى د څرګندونو له مخې، په ١٣٩٥ کال کې د هرو پنځو زده کوونکو له ډلې يې يوه کتاب ته لاسرسى درلود او ٤١ سلنه ښوونکي کم دي چې لا هم نه دي ګومارل شوي.
هغه زياته کړه: ((د کمېسيون څېړنيزې موندنې ښيي چې په دايکندي کې د پوهنې وضعيت په ١٣٩٥ کال کې له ګڼو ننګونو سره مخ و، په ودانيزو برخو کې د دغه ولايت ٦٨ سلنه ښوونځي ودانۍ نه لري.))
دادګر وويل چې د دايکنډي ولايت له ٣٧٧ ښوونځيو نه يوازې ١١٩ ودانۍ لري، ٣٣ يې خټينو ودانيو کې فعاليت کوي چې د خلکو له لوري رغول شوې، اکثره بې ودانۍ ښوونځي په داسې ځايونو کې دي چې د شپې له خوا په کې وحشي حيوانات شپې تېروي او د ورځې ښوونځي په کې فعال وي.
هغه زياته کړه چې د شته ودانيو له ډلې يوازې شپږ سلنه معياري دي او پاتې نورې نا معياري دي، په ١٣٩٥ کال کې د ښوونکو د ١٥٥٧ بستونو په منځه وړلو سره د ولايت د پوهنې بهير له ستونزو سره مخ شوى دى.
د سرچينې په وينا، په ١٣٩٥ کال کې د دايکنډي په مرکز کې داسې ښوونځي وو چې يوه ښوونکي شپږ ټولګي مخې ته وړل.
دادګر وويل چې دغه ننګونو د دايکنډي د پوهنې پر وضعيت منفي اغېز کړى او د خدمتونو نشتوالى د پوهنې پر وړاندې د خلکو د زړه ماتېدو سبب شوى.
د ياد ولايت د پوهنې رياست سرپرست مشر سيد مصطفى موسوي د پوهنې پر وړاندې د شته ننګونو د پخلي تر څنګ وويل چې د دايکنډي په ٣٧٧ ښوونځيو کې څه باندې ١٦٦زره زده کوونکي شته چې ٧٥ زره يې نجونې او اوسمهال زده کړې کوي.
هغه زياته کړه: ((موږ د دايکنډي په پوهنې رياست کې ٣٦٥٠ ښوونکي لرو چې په تشکيل کې مو ٢زره نورو ښوونکو ته هم اړتیا ليدل کېږي، د دايکنډي د پوهنې وضعيت ستونزې هم زياتې دي او د دې لامل شوې چې له پوهنې سره د دايکنډي د خلکو د سختې لېوالتيا کچه ورو- ورو راټيټه شي.
هغه زياته کړه چې له پوهنې سره د خلکو د لېوالتيا کمېدو يو لامل دادی چې ګڼ شمېر زده کوونکي ستونزې لري، د فارغينول لپاره هم د کار زمينه نه ده مساعده شوې او د لوړو زده کړو بنسټونو ته نه جذبېږي.
د دايکنډي د پوهنې رياست سرپرست وويل که چېرې دغه ستونزې حل نه شي، د پوهنې کيفيت د ټيټېدو لامل ګرځي.
هغه هيله څرګنده کړه چې د پوهنې وزارت به د دغو ننګونو په اړه ځانګړي پروګرامونه او پلانونه ولري، څو زده کوونکي د ښوونې او روزنې حق ته لاسرسى پيدا کړي.
د کجران ولسوالۍ ديني عالم ملا صدر پژواک ته وويل چې په دې او کيتي ولسوالیو کې ډېرى ښوونځي ودانۍ نه لري، زده کوونکي تر ونو لاندې، کنډوالو، جوماتونو او ازاده فضا کې درس وايي.
هغه زياته کړه چې د زده کوونکو لپاره ډېره ګرانه ده چې له ودانۍ پرته په ازاده هوا کې درس ووايي، دا ستونزې د زغم وړ نه دي، په ځانګړي ډول د ښځينه زده کوونکو لپاره.
هغه وويل: ((په بيا بيا مو وړانديز کړى چې زموږ ښوونځيو ته دې ودانۍ جوړې شي، خو دايکنډي محروم ولايت دى، د کجران او کيتي ولسوالۍ يې د نورو ولسواليو د خلکو په پرتله ډېر محروميتونه لري.))
د دايکنډي د يوه ښوونځي د اتم ټولګي زده کوونکي اقبال وويل: ((ستونزې مو زياتې دي، ښوونکى نشته، کتاب د کال نيمايي کې را رسېږي، د ښوونځي ودانۍ هم نه لرو، اړ يو چې په ازاده هوا کې درس ووايو.))
هغه زياته کړه، د هغو ښوونځيو زده کوونکي چې ودانۍ لري، په ډېره مينه ښوونځي ته ځي، خو کوم چې تر شنه اسمان لاندې درس وايي، د باران او يخې هوا له امله ښوونځي ته په وېره روان وي.
دغه زده کوونکي وويل: ((نه شم کولى چې د خپل ښوونځي نوم واخلم، ښايي مدير مې وشړي، ستونزې زياتې دي، خو د پوهنې رياست ورته پاملرنه نه کوي.))
دايکنډي له مرکزي ولايتونو دى چې د کابل په ٤٦٠ کيلومترۍ کې موقعيت لري، خو پراختيايي کارونو ته په کې پاملرنه نه ده شوې.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










