ترينکوټ (پژواک، ١٧ ورى ٩٦): د اروزګان يو شمېر اوسېدونکي او چارواکي وايي چې په دغه ولايت کې د خيالي ښوونځيو او ښوونکو تر څنګ د تړلو ښوونځيو ستونزه لا هم پر ځاى پاتې ده.
دغه څرګندونې د وري په ١٧مه د اروزګان ولايت د ولايتي شورا او مدني ټولنو غړو، قومي مشرانو او يو شمېر ځايي اوسېدونکو د يوې غونډې په ترڅ کې وکړې.
په دې غونډه کې قومي مشر میراخان وویل، په اروزګان کې نه یوازې ښکېلو خواو د پوهني پر وړاندې ستونزې جوړې کړې، بلکي د دغه ریاست په چوکاټ کې هم یو شمېر کړۍ شته چې نه غواړي د پوهنې بهیر پرمختګ وکړي.
هغه د اروزګان د پوهني رییس ته وویل: ((جناب رییس صاحب که د معارف په برخه کې کار نه شې کولای نو مهرباني وکړه استعفى وکړه او په عزت سره خپل کور ته ولاړ شه.))
د هغه په وينا، د پوهنې رياست چارواکو سره له دې چې په ولسواليو کې تړل شوي ښوونځي نه دي پرانيستي په مرکز کې هم ځيني ښوونځي د تړل کېدو په حال کې دي.
دغه راز بل قومي مشر عبدالباري باور هم د اروزګان د پوهنې وضعیت د اندېښني وړ وباله او ویې ویل چې دلته د معارف په برخه کې هر کال په میلونونو افغانۍ په مصرف رسول کېږي خو د دغه ولایت د معارف وضعیت ته یې بدلون نه دی ورکړی.
دغه قومي مشر وایي، په اروزګان کې ټول ښوونځي یا هم تړلي دي او یا نیمه فعال دي خو وايي چې د ښوونکو معاشونه یې د مسوولینو له خوا اجرا کېږي او شخصي جېبونو ته ځي.
هغه وویل، څو چې دې ستونزو ته پام ونه شي او له منځه ولاړې نه شي نو هېڅکله به هم په اروزګان کې د يوهني په برخه کې پرمختګ ونه شي.
همدارنګه د مدني ټولني غړي اسدالله پښتون هم وویل، د اروزګان په معارف کې د یو شمېر کسانو له خوا لاس وهنې د دې لامل شوي دي چې د پوهنې پر وړاندې ستونزې ورځ تر بلې ډېرې شي.
هغه وویل، په معارف کې ګومارنې د لیاقت پر اساس نه، بلکې د شخصي روابطو پر اساس ترسره کیږي.
هغه وویل، د اروزګان د معارف په برخه کې بسټیزي اصلاح ته اړتیا شته او که چېرې دا چاره ترسره نه شي نو هېڅکله به هم شته ستونزې له منځه ولاړې نه شي.
همدارنګه د اروزګان د ولایتي شورا رییس اميرمحمد بارکزي هم د پوهنې وضعیت د اندېښني وړ وباله او زياته يې کړه چې نور بايد د اروزګان د پوهنې په برخه کې ستونزو ته د پاى ټکى کېښودل شي.
هغه زياته کړه: ((د ستونزو د له منځه وړو لپاره بايد ټول لاس سره يو کړو.))
بلخوا د اروزګان د پوهنې رییس احسان الله ناشر هم د دغه ولایت د پوهنې پر وړاندې یو شمېر ستونزې مني خو وایي چې باید ټول په ګډه د دې ستونزو د له منځه وړو په برخه کې کار وکړي.
ناشر وایي، وروستۍ نا امنۍ د دې لامل شوې چې يو شمېر ښوونځي د زده کوونکو پ رمخ وتړل شي.
خو هغه وويل چې د تړل شويو ښوونځيو د بيرته پرانستلو لپاره يې يو منظم پلان جوړ کړى دى.
د پوهنې رييس په دغه ولايت کې د خيالي ښوونکو او خيالي ښوونځيو خبره رد کړه.
دا په داسې حال کې ده چې د اروزګان تر څنګ په يو شمېر نورو ولايتونو کې هم د خيالي ښوونکو او ښوونځيو په اړه راپورونه خپاره شوي دي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










