کابل (پژواک، ٢٠ ورى ٩٦): د کرنې وزارت وايي، په سږني پسرلني کمپاين کې په هېواد کې د بڼونو په جوړېدو کې پنځوس سلنه زياتوالى راغلى دى.
له دغه وزارته پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، د کرنې وزارت د پلان پر بنسټ، د نوو بڼونو جوړولو په موخه جوړ شوى و، په پام کې وه چې د ١٣٩٦ کال د پسرلني کمپاين په لړ کې د شل زره جريبه په مساحت سره بڼونه جوړ شي، خو د دغه سکټور د هڅو په پايله کې او د خلکو د غوښتنې پر اساس، دغه شمېر دېرش زره جريبو ته لوړ شو.
سرچينه زياتوي، د هېواد په ۳۲ ولایتونو کې په نوو جوړو شوو بڼونو کې د بادامو، زردالو، الو، ناک، انګورو، شفتالو، مڼو، پستې او انارو تصدیق شوي نیالګي اېښودل شوي دي.
سرچينې د بڼونو د زياتوالي لامل د دغه وزارت د کارپوهانو هڅې بللی دی.
په تودو سیمو کې پسرلنى کمپاین د سلواغې میاشتې له ۱۵مې نېټې پیل او د کب میاشتې تر وروستۍ پورې دوام کوي.
دغه راز په سړو سیمو کې بیا د کب له ۱۵مې نېټې څخه پیل او د وري میاشتې تر پايه دوام مومي.
د کرنې وزارت د معلوماتو له مخې، په پام کې ده د روان کال په مني موسم کې په ١٥زره جریبه ځمکه کې مېوه لرونکي معیاري بڼونه جوړ کړي.
غړي
You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










