منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۹ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۱:۰۵ غ.و
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۹° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

په جلال اباد کې د يوه ښوونځي لپاره د دوه ودانيو جوړولو چارې پيل شوې

· ۲ دقیقې لوستل · ۹۱ کتنې

جلال اباد (پژواک،۲۱وری٩۶): د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې د ٢٠ ميليونه افغانيو په لګښت د يوه ښوونځي د دوه ودانيو د جوړونې چارې پيل شوې.

د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د يادو ودانيو د پرانېستې په مراسمو کې وویل چې د لومړۍ ناحیې د مخورو په غوښتنه یې د پوهنې ادارې په هلو ځلو د پوهاند صدیق الله رښتین منځني ښوونځي کې د  دوو  ودانیو د جوړولو چارې پیل کړې .

نوموړي زیاته کړه، د یاد ښوونځي د هلکانو زده کوونکو لپاره یې د پوهنې وزارت د پرمختیایي بودیجې په ١٩،٣ میلیونه افغانیو مالي لګښت په دوه پوړونو کې د یوې ودانۍ د جوړولو چارې پیل کړې .

هغه وایي یاده ودانۍ به شپاړس خونې، شپږ تشنابونه، د پاکو اوبو څاه او نور ضروري ملحقات ولري، چې چارې به یې د یو کال په موده کې بشپړې شي .

منګل وویل، په یاد منځني ښوونځي کې د نجونو لپاره هم د یو این هبیتات او لومړۍ ناحیې د ولسي شورا په نږدې نهه سوه زره افغانیو مالي لګښت د ځانګړې ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې .

نوموړی وایي یاده ودانۍ به لس خونې ولري، چې چارې به یې د یو کال په موده کې بشپړې شي او دواړه ودانۍ به شاوخوا درې جریبه ځمکه کې جوړې شي.

د ننګرهار والي د یادو ودانیو د جوړونکو شرکتونو مسوولینو ته سپارښتنه وکړه چې چارې په شفاف او معیاري ډول ترسره کړي او همدا راز یې د ولایتي شورا غړو او د سیمې مخورو څخه هم غوښتنه وکړه،ترڅو له چارو   یې څارنه وکړي.

د ولایتي شورا منشي ذبیح الله زمري خوښي وښوده چې د جلال اباد ښار په لومړۍ ناحیه کې د پوهاند صدیق الله رښتین په منځني ښوونځي کې په یو مهال د دوو ودانیو د جوړولو چارې پیل شوې .

د ولایتي شورا منشي د ولایتي ادارې په کچه په مرکز کې  په ترسره کېدونکو قراردادونو نیوکه وکړه او د شفافیت او د ګړندیتوب په موخه یې وړاندیز وکړ چې یاده چاره دې په ولایتي کچه ترسره شي .

د لومړۍ ناحیې د شورا په استازيتوب محمد انور سلطاني له  ننګرهار والي او نورو اړونده ادارو څخه مننه وکړه،چې د دوی په غوښتنه یې د صدیق الله رښتین منځني ښوونځي د ودانیو د جوړولو چارې پیل کړې .

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول بيارغونه