Language

کندهار ښاروال د ښاروالانو د نړیوال پارلمان غړیتوب تر لاسه کړ

کندهار (پژواک، ۲۲ وری ۹۶): کندهار ښاروال د ښاروالانو د نړیوال پارلمان Global Parliament of Mayors (GPM) غړیتوب تر لاسه کړ.

یاد شوی پارلمان د نړۍ په کچه د ښاروالانو د وړتیاوو لوړولو او د ښارونو لپاره د ستراتېژیو او پالیسیو جوړولو لوړه هسته ده.

په دې اړه د کندهار ښاروالۍ ویاند زمري څرګند پژواک خبري اژانس ته وویل، د هېواد په تاریخ کې لومړی ځل دی چې د کندهار ښاروال انجنیر روښان ولسمل د ښاروالانو د نړیوال پارلمان غړیتوب تر لاسه کوي.

ده زیاته کړه، د ښاروالانو نړیوال پارلمان د نړۍ په کچه د ښاروالیو وړتیاوې لوړوي او په ګډه د ښارونو لپاره ستراتېژۍ او پالیسۍ جوړوي چې په همدې موخه منظمې ناستې لري.

د ده په خبره، له افغانستان څخه د دغه پارلمان غړیتوب کندهار ښاروال تر لاسه کړی دی.

دی وايي، د یاد شوي پارلمان غړیتوب به د کندهار ښاروالۍ پر فعالیتونو او پرمختیايي چارو مثبت اغېز  وکړي.

نوموړي وویل: ((له دې لارې به موږ وکړای شو د کندهار ښار انځور نړیوالو سازمانونو او ټولنو ته وړاندې کړو او له هغوی څخه د ډېرو مهمو پروژو لپاره بودیجه تر لاسه کړو.))

څرګند وايي، کندهار ښاروالي د دې تر څنګ د ښارونو او سیمه ییز پلان جوړوونکو د نړیوال سازمان (ISOCaRPP) او د پایدارو ښارونو د نړیوال سازمان (ICLEI) غړیتوب هم لري.

کندهار ښاروالۍ په داسې حال کې د یادو شوو نړیوالو ټولنو غړیتوب تر لاسه کوي چې د خلکو په باور  تر بل هر وخت یې په پرمختیایي برخه کې فعالیتونه او کارونه محسوس دي.

login or register a new account.

Related Topics