ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشر ته د ټاکنيزو شکايتونو کميسيون د دارالانشاء څوکۍ لپار درې کسان معرفي کيږي

ولسمشر ته د ټاکنيزو شکايتونو کميسيون د دارالانشاء څوکۍ لپار درې کسان معرفي کيږي

author avatar
12 Apr 2017 - 19:54
ولسمشر ته د ټاکنيزو شکايتونو کميسيون د دارالانشاء څوکۍ لپار درې کسان معرفي کيږي
author avatar
12 Apr 2017 - 19:54

کابل (پژواک، ٢٣ ورى ٩٦): د ټاکنيزو شکايتونو کميسيون وايي، ولسمشر ته د ياد کميسيون د دارالانشاء څوکۍ لپاره درې کسان ورپيژندل کيږيي، څو له ډلې يې يو تن د ولسمشر له لوري د ياد کميسيون د مشر په توګه وګومارل شي.

د ټاکنيزو شکايتونو کميسيون مطبوعاتي دفتر له لوري پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، ياد درې کسان د ټاکنو قانون د ٣٢مې مادې پر بنسټ؛ د رايو په اکثريت ټاکل کيږي، چې له دې جملې به يې يو کس د ولسمشر له لوري د ياد کميسيون د مشر په توګه په دنده وګومارل شي.

خبرپاڼه کې راغلي، د ټاکنيزو شکايتونو کميسيون د يادې څوکۍ ترلاسه کولو لپاره د ٩٩ نوماندانو اسناد څېړلي، چې په پايله کې يې له دې ډلې ٣٦ کسان غوره شوي وو.

خبرپاڼې زياته کړې، په ياده ناسته کې چې د مدني ټولنې غړو هم په کې ګډون درلود، د کميسيون د دارالانشاء عمومي رياست بست د درېيو کانديدانو اعتراضونه هم چې نومونه يې نه و شارټ لېسټ شوي، وڅېړل شول.

خبرپاڼه کې يادونه شوې، هغو کانديدانو ته چې نومونه يې نه و شارټ لېسټ شوي، فرصت ورکړل شو، څو خپل قانوني اعتراض د مکتوب په ډول د ټاکنيزو شکايتونو کميسيون ته وسپاري، چې په پايله کې يادو درېيو کسانو په رسمي ډول په اعلان شوي وخت کې خپل اعتراضونه ثبت کړل.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.