ترينکوټ، مهترلام (پژواک، ٢٣ ورى ٩٦): په اروزګان کې ٣٨ شنې خونې جوړې او لغمان کې پر يوه سړک د جغل اچولو چارې بشپړې شوې.
د اروزګان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رئيس زلمي الکو د دې پروژو د پرانيستو پرمهال وويل، دغه شنې خونې د هندوستان د نهو ميليونو افغانيو په مالي لګښت جوړې شوې چې هر يوه يې ١٢ متره اوږدوالى او ٦ متره سور لري.
ده زياته کړه، له دې پروژو څخه يې موخه د کروندګرو د ژوند ښه والى او له هغوى سره د کرنيزو محصولاتو په برخه کې همکاري ده.
د هغه په وينا، د رياست کارکوونکي به يې د شپږو مياشتو لپاره د يادو شونو خونو له مسوولينو سره همکاري وکړي، ترڅو وکولى شي هغوى ترې ښه ګټه واخلي.
نوموړي دغه راز وويل چې نن يې په ٥٠٠ کورنيو اصلاح شوي تخمونه هم ووېشل.
دى زياتوي، دغه اصلاح شوي تخمونه د بادرنګو، روميانو او بانجانو دي او نن هغو ٥٠٠ مېرمنو ته ورکول شول چې د خپلې کورنۍ مشري کوي.
يادو مېرمنو د تخمونو په ترلاسه کولو خوښي وښوده، خو له مسوولينو يې وغوښتل چې کرنيزو محصولاتو ته يې د پلورځاى يا مارکېټ هم پيدا کړي.
د يوه بل خبر له مخې، د لغمان په الينګار کې پر يوه سړک د جغل اچولو چارې بشپړې شوې.
د لغمان ولايت له مقام څخه پژواک اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د الينګار د سنګره درې سړک د ١٤ نيم ميليونو افغانيو په ارزښت د څلورو مياشتو په موده کې بشپړې شوې او نن ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.
سرچينه کاږي، دغه سړک ٢٨ کيلومتره اوږدوالى او ٧ متره سور لري، چې په اوږدو کې يې ٧ پولګوټي او ٥٠ متره استنادي دېوال هم جوړ شوي دي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










