منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۵۴ غ.و
۱۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نری باران · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

په کابل ښار کې ډېری چلوونکي له ترافيکي اشارو سرغړونه کوي

· ۵ دقیقې لوستل · ۱۱۸ کتنې

کابل (پژواک، ٢٣ ورى ٩٦): د کابل ښار ترافيک چارواکي وايي چې اوسمهال يې د کابل ښار په ٢٢ واټونو کې ترافيکي اشارې لګولې، خو يو شمېر خلک او موټر چلوونکي د ترافيکي قوانينو نه د بې خبرۍ او پر مفهوم نه پوهېدو له امله اشارې نه رعايتوي.

د ترافيکي اشارو ډېره برخه په هېواد کې په ځانګړي ډول کابل ښار کې د جګړو له امله له منځه ولاړې، خو د طالبانو د حکومت له ړنګېدو او نوي حکومت له راتګ سره د ترافيکو رياست بېرته په کابل ښار او ځينو نورو ولايتونو کې دغه اشارې فعالې کړې دي.

د ياد رياست چارواکي وايي سره له دې چې د کابل ښار په مهمو او مزدحمو واټونو کې يې ترافيکي اشارې لګولې، خو ځيني موټر چلوونکي او خلک د ترافيکي قوانينو په اړه د ناخبرۍ په سبب ورته پاملرنه نه کوي او حتى يو شمېر د ترافيکي نښو او اشارو پر مفهوم هم نه پوهېږي.

د کابل ښار د تايمني ساحې اوسېدونکې او د يوې دولتي ادارې کارکوونکې ٢٥ کلنې ديبا پژواک ته وويل چې د خلکو او موټر چلوونکو له لوري د ترافيکي قوانينو په ځانګړي ډول د ترافيکي اشارو نه رعايتول، د دې لامل شوي چې د کابل ځيني واټونه وتړل شي او ترافيکي سيستم له ګڼو سره مخ شي.

نوموړې چې بايد هر سهار اته بجې دندې ته حاضره شي، زياتوي: ((په ځينو سړکونو کې تر ٢٠ دقيقو پورې ودرېږم، دندې ته پر وخت نه رسېږم، که چېرته ترافيکي اشارې په سم ډول رعايت شي، هر سړی کولى شي چې له سړکه تېر شي او موټر چلوونکي هم پر وخت سره موخې ته ورسېږي.))

د کابل ښار يوه موټر چلوونکي عبدالصبور هم ځيني موټر چلوونکي ترافيکي اشارو ته په ناپامۍ تورن کړل او ويې ويل چې له څلور لارو د تېرېدو پر مهال د ځينو چلوونکو له لوري د ترافيکي اشارو نه رعايتول په ترافيکي بهير کې د ستونزو سبب ګرځي.

نوموړى چې د کابل ښار پل باغ عمومي ساحې نه د تېرېدو پر مهال د ترافيکي ګڼه ګوڼې له امله ولاړ و، ويې ويل: ((شل دقيقې کېږي چې دلته سړک بند دى، کله کله له ترافيکي قوانينو د يوه يا دوو چلوونکو سرغړونه د دې لامل ګرځي چې سړکونه د ډېرې مودې لپاره وتړل شي.))

نوموړي وويل چې يو شمېر موټر چلوونکي ترافيکي قوانينو ته پام نه کوي، د دغه کار يو لامل دا دى چې د زور، واسطې او پيسو له لارې يې لايسنس اخيستى وي، ځکه چې دا کسان اصلاً له قوانينو خبر نه دي.

خو قدير چې هره ورځ په کابل ښار کې موټر چلوي، وويل چې ترافيکي قوانين تر ډېره پورې د زورواکو له لوري ماتېږي.

نوموړي له پژواک سره په خبرو کې وويل: ((زورواکي د ترافيکي اشارو کيسه کې نه دي، هېڅ پاملرنه ورته نه کوي.))

نوموړي وويل چې موټر چلوونکي که ترافيکي قوانين رعايت کړي او ورباندې وپوهېږي، نو ترافيکې پېښې به کمې شي.

د موټر چلوونې د جواز اخيستلو لاره

د واټ ترافيکو قانون د ١٠ او ١٢ مې مادو له مخې، د موټر چلوونې د جواز اخيستلو لپاره ۱۸ کال عمر یې پوره کړی وي، د تابعيت تذکره ولري او د ترافيک رياست روغتيايي فورم يې ډک کړی وي، د موټر چلوونې په نظري او عملي کورس کې داخلېږي.

له غوښتونکي د موټر چلوونې کورس له تېرولو وروسته عملي ازموينه اخيستل کېږي، که چېرې بريالى شو د جواز لپاره ٥١٠ افغانۍ ورکوي.

د کابل ښار يوه موتر چلوونکي د نوم نه اخيستلو په شرط پژواک ته وويل چې په کورس کې يې له ګډون پرته د ٦ زره افغانيو په بدل کې د موټر چلوونې لايسنس ترلاسه کړى دی.

هغه زياته کړه چې پر ترافيکي قوانينو پوهېږي او د ترافيکي اشارو مفهوم ورته څرګند شوى دى.

له سرغړونکو سره چلند

د کابل ښار د حاجي يعقوب څلورلارې يوه ترافيک چارواکي عبدالصبور پژواک ته وويل له هغو کسانو سره قانوني چلند شوى چې ترافيکي قوانين يې نه دي رعايت کړي، خو د جريمې پارچې نه ورکول کېږي.

هغه وويل چې کله کله د موټر چلوونکي نا پامي د دې لامل ګرځي چې ناوړه ترافيکي پېښې رامنځته شي، خو زياتوي چې پخوا به ګڼو چلوونکو ترافيکي اشارې نه مرعاتولې، خو اوس وضعيت ښه شوى، خلک او چلوونکي د ترافيکي قوانينو په اړه يو څه خبرتيا لري او ترافيکي اشارو ته هم پاملرنه کوي.

د کابل ښار په ډېرو واټونو کې د ترافيکي اشارو لګول

د کابل ولايت د ترافيکو ادارې عمومي مدير مل پاسوال سيد محبوب سادات هم ټينګار وکړ چې د کابل ترافيکو سيستم له ستونزو سره مخ دى، خو کابل يو ګڼ مېشتى ښار او د هېواد مرکز دى چې هره ورځ د نورو ولايتونو سلګونه اوسېدونکي هم ورته تګ راتګ لري، دا موضوع په ښار کې د ترافيکي بهیر د ګڼه ګوڼې لامل شوې ده.

 

هغه وويل: ((له ترافيکي اشارو او قوانينو د خلکو نا خبري، له جواز پرته د ځينوموټر چلوونکو فعاليت، په ترافيکي بهیر کې وخت ناوخت د ستونزو سبب ګرځي، د ترافيکي موظفينو کار له ننګونو سره مخ کوي.

خو سادات زياته کړه چې په کابل ښار کې د ترافيک سيستم د ښه کېدو لپاره اوسمهال د کابل ښار په ٢٢څلورلارو کې چې افشار، سيلو، د تايمني پروژې پنځم سړک، ترافيک، شمع او برکي څلورلارو کې اشارې فعالې شوې او په څلورو نورو څلور لارو کې هم اشارې لګېدلې دي، خو د ځينو ستونزو لکه برېښنا د کمښت له امله نه دي فعالې شوې.

د کابل دغه پوليس ترافيک چارواکي وويل چې د کابل ښار په نورو واټونو کې هم د ترافيکي اشارو د لګولو کار روان دى.

نوموړي همدارنګه وويل چې د کابل ښار د ترافيکو ادارې د چارواکو او ښځو په ګډون څه باندې ٥٠٠ کسان د ترافيکي قوانينو په تدريس بوخت دي چې د موټر چلوونې د جواز غوښتونکي په نظري او عملي ډول زده کړه کوي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دین او کلتور