منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۵۴ غ.و
۱۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نری باران · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

“د افغانستان په اړه د فضل الرحمن څرګندونې استخباراتي فرمايشات دي”

· ۴ دقیقې لوستل · ۱۰۳ کتنې

کابل (پژواک، ۲۴ وری ۹۶): د علماوو شورا د افغانستان په اړه د مولانا فضل الرحمن وروستۍ څرګندونې غندي او وايي چې دغه څرګندونې هېڅ ډول علمي او شرعي اعتبار نه لري.

د پاکستان د جمعيت علماء اسلام مشر مولانا فضل الرحمن په دې وروستيو کې ويلي چې په افغانستان کې سوله هله شونې ده چې د امريکا په ګډون بهرني ځواکونه له دغه هېواده ووځي.

دغه راز هغه ويلي چې افغانستان کې د طالبانو واکمني د خلکو د خوښې واکمني وه.

د افغانستان د علماوو سراسري شورا وياند مولوي محمد قاسم حليمي نن په کابل کې د دې شورا له مشر مولوي قيام الدين کشاف او يو شمېر غړو سره په ګډه خبري ناسته کې وويل، دا لومړی ځل نه دى چې فضل الرحمن د افغانستان په اړه زهرجنې، له حقيقته لرې او له دښمنۍ ډکې څرګندونې کوي.

ده د يادې شورا اعلاميه ولوسته.

په اعلاميه کې راغلي چې فضل الرحمن کوم ديني او علمي حيثيت او اعتبار نه لري، بلکې د يو بې ثباته سياستوال په توګه يې د خپل ژوند په اوږدو کې څو، څو ځلې د خپلو شخصي ګټو لپاره خپل دريځ بدل کړى او د افغانستان د مسلمان ملت پر ضد يې منفي تبليغات کړي دي.

سرچينه زياتوي: "د افغانستان ملت ٩٩ عشاريه ٩٩ سلنه مسلمان دى او تاريخ يې د جهاد او مجاهدت په زرينو وړانګو سپېڅلى، اساسي قانون يې اسلامي، ديني شعاير يې په پوره ازادى په کې عملي کېږي او په محکمو کې يې فيصلۍ د اسلام د سپېڅلي دين سره سمې تر سره کېږي."

خو د علماوو شورا ليکي چې په پاکستان کې د محکمو پرېکړې د انګريزي ايين پر بنسټ صادرېږي او د بهرنيانو تسلط او نفوذ پرې دومره زيات دی چې هر څه وغواړي په ازاده توګه يې ترسره کولاى شي.

په اعلاميه کې د فضل الرحمن د دې څرګندونو په اړه چې تر څو افغانستان کې بهرنيان وي، هلته به جنګ روان وي، راغلي: "موږ له فضل الرحمن څخه پوښتنه کوو چې طالبانو خو په هېواد کې د خارجيانو له شتون مخکې جنګ شروع کړى و... همدا راز پوښتنه کوو چې امريکا د طالبانو حکومت له کوم ځاى نه وواهه؟ ايا پاکستان په خپله خاوره کې امريکا د ٥٠٠ ميليونه ډالرو په مقابل کې اته اډې ورنه کړې؟ نو په هغه وخت کې فضل الرحمن او د ده په څېر استخباراتي او فرمايشي مفتيان چېرته و؟"

دغه راز په اعلاميه کې پوښتل شوي چې ايا پاکستان د طالبانو او داعش د ځپلو په پلمه په ميلياردونو ډالر له امريکا وانه خيستل؟

د علماوو شورا وايي چې پاکستان دوه مخى سياست کوي او فضل الرحمن پاکستاني طالبان سياست او افغاني طالبان جګړې ته هڅوي. دغه شورا يادو ټکو ته په پام پوښتي چې فضل الرحمن ولې په پاکستان کې د جهاد فتوا نه ورکوي.

د افغانستان د علماوو شورا وايي که فضل الرحمن د افغانستان د روان حالت په اړه په رښتيا کومه شرعي پرېکړه غواړي نو د پاکستان واقعي او له خداى وېرېدونکي علما دې د اسلامي نړۍ د مشهورو علماوو په ګډون د افغانستان له علماوو سره په يوه علمي مناقشه کې ګډون وکړي تر څو د کتاب الله او سنت له احکامو سره سم شرعي حيثيت په ډاګه شي.

د سرچينې د څرګندونو له مخې، د فضل الرحمن څرګندونې ځکه علمي او شرعي ارزښت نه لري چې "فضل الرحمن په مساجدو کې، مدرسو، ښوونځيو، لويو لارو او روغتونونو کې انتحار او انفجار جهاد ګڼي، کټ مټ، د خوراجو او تکفيري ډلو د وحشيانه عملونو په څېر چې خوشبختانه د مصر الازهر شريف علماوو د سردار محمد داوودخان په روغتون باندې وروستې وحشيانه بريد د يوې اعلاميې په صادرولو محکوم او وغانده "

کابل کې ياد روغتون تېر کال په کب مياشت کې وسله وال ډله ييز بريد وشو چې د حکومتي سرچينو د څرګندونو له مخې له امله يې ٥٠ تنه ووژل او ٣١ نور تپيان شول.

د دې بريد مسووليت داعش منلى دى.

هغه له طالبانو او داعش سره د جګړې د مشروعيت په اړه د يوې پوښتنې په ځواب داعش تکفيري وسله واله ډله وبلله او ويې ويل: "هر هغه څوک چې د افغانستان او د افغانستان د مجاهد ملت پر وړاندې وسله پورته کوي هغه تروريستان دي او پر موږ له خپلې خاورې دفاع واجب دی."

نوموړي همداراز د يو بلې پوښتنې  په ځواب کې  چې په تخار کې د مولوي بشير په نامه کوم کس ويلي چې ښځې ناقص العقله دي وويل: "مولوي بشير له موږ سره کوم رسميت نه لري، تر دې وړاندې هم په تخار کې ورته پېښه شوې وه؛ څوک چې د مېرمنو په اړه ګڼي چې عقل نه لري له خپلو مېرمنو استازولي کوي، موږ په هغه اړه خبرې نه کوو؛ ښځه يو شرعي موقف لري او په اسلام کې با عزته او ابرومندانه موقف لري او موږ يې تل ملاتړ کوو."

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دین او کلتور