کابل (پژواک، ٢٩ ورى ٩٦): د مشرانو جرګې ځينې غړي وايي، د کابل پوهنتون له ليليې څخه د څلورم ټولګي محصلين په داسې حال کې له ليليې ايستل شوي چې په ليليه کې د نږدې ١٣٠٠ کسانو لپاره ځاى شته دى.
دغه څرګندونې د مشرانو جرګې د پوهنې او لوړو زده کړو کمېسيون غړې ليلما احمدي، نن د دې جرګې په عمومي غونډه کې وکړې.
هغې زياته کړه، دې او د کمېسيون ځينو نورو غړو د کابل پوهنتون له ليليې څخه له ايستل شويو ٣٦٠ تنو سره تېره ورځ وليدل.
د هغې په وينا، د پوهنتون چارواکو دې محصلينو ته ويلي چې دوى ته بدل اعاشه ورکول کېږي او له ليليې څخه ځکه ايستل کېږي چې پر ځاى يې د لومړي ټولګي محصلين په ليليه کې شامل شي.
دې زياته کړه: "د محصلينو ستونزې مو د کابل پوهنتون له اداري رييس سره شريکې کړې، خو متاسفانه هغه چې کوم ځوابونه ويل، زموږ د کمېسيون لپاره د منلو وړ نه وو."
احمدي وايي، ياد کسان په داسې حال کې له ليليې ايستل شوي چې د کمېسيون غړي ليليې ته لاړل او ويې ليدل چې هلته د نږدې ۱۳۰۰ محصلينو لپاره مناسب ځای وو.
د ياد کمېسيون غړي وايي، دا په داسې حال کې ده چې نوي محصلين د روان کال په وږي مياشت کې پوهنتون ته شامليږي .
د احمدي په وينا، د کابل پوهنتون د هلکانو د ليليې د ډوډۍ مېنو هم په سم ډول نه پلې کېږي.
د مشرانو جرګې لومړي مرستيال محمد علم ايزديار چې د نننۍ ناستې مشري يې کوله، وويل چې د لوړو زده کړو وزارت بايد د قوانينو او مقرراتو په رڼا کې د محصلينو ستونزې حل کړي.
د لوړو وزارت وياند فيصل امين پژواک خبري اژانس ته وويل، د افغانستان د ټولو پوهنتونونو په ليليو کې د محصلينو د شاملېدو چارې د يوې مقررې له مخې تنظيمېږي.
هغه زياتوي: "تردې وړاندې به د لومړي کال محصل ته ليليه نه ورکول کېده، خو اوس بايد د مقررې له مخې د څلورم ټولګي محصلين په ليليه کې خپل ځای نويو محصلينو ته پرېږدي او پر ځای يې دوی ته بدل اعاشه ورکول کېږي."
د ده په وينا، دا پرېکړه له دې امله شوې چې د څلورم کال محصلين د اوسېدو او زده کړو په برخه کې ډېرې ستونزې نه لري او کولای شي د اوسېدو لپاره اړين ځايونه پيدا کړي.
هغه په دې اړه چې نوي محصلين خو د وږي په مياشت کې پوهنتون ته شامليږي او ولې د څلورم ټولګي زده کوونکي تر هغه مهاله په ليليه کې نه پرېښودل کېږي، وويل چې دا هر څه د مقررې له مخې تر سره کېږي .
دى وايي، د چنګاښ تر مياشتې د کانکور نتايج اعلانيږي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










