منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۳:۰۶ غ.م
۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

ننګرهار کې سلګونه کورونه د سېلاب له ګواښه خوندي شول

· ۲ دقیقې لوستل · ۵۲ کتنې

جلال اباد (پژواک، ۳۰ وری ٩۶): په ننګرهار کې د کليو د بیارغونې او پراختيا وزارت د پنځلس عشاريه ۲۴ ميليونه افغانيو په مالي لګښت دوه لوی استنادي دېوالونه جوړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شول.

د ۱۰۵۱ متره په اوږدوالي دغه دېوالونه د ننګرهار په سره رود او بهسودو ولسواليو کې په تېرو شپږو مياشتو کې جوړ شوي دي.

د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د يادو دېوالونو د ګټې اخيستنې د پيل په مراسمو کې وويل، تر يادو دېوالونو وړاندې د سيمې خلک له ګڼو ستونزو سره مخ وو او د اوبو ډېروالي پر مهال يې ورته سخت مالي زيانونه اړول.

هغه زياته کړه: ((کله چې به هم د کابل سيند له اوبو ډکېده؛ نو په سواحلو کې به يې په سوونو جريبه کرنيزه ځمکه په اوبو لاهو کوله او هم به يې کورونه ړنګول؛ خو اوس به دغه ستونزه حل شي.))

د کليو د بیارغونې او پراختيا وزارت مالي او اداري معين معراج الدین شمس د سيمې له خلکو مننه وکړه چې د يادو پروژو تطبيق ته یې زمينه برابره کړه او ژمنه يې وکړه چې د راتلونکي کال تر پايه پورې به دغه استنادي دېوال د بهسود له پل سره ونښلوي.

هغه دغه راز د سيمې له خلکو وغوښتل چې د ياد دېوال ساتلو ته دې پوره پاملرنه وکړي، څو ورته د سيند اوبو په ډېرېدو مالي زيان وانه وړي.

د ننګرهار د کليو پراختيا رييس انجنير صفت الله شرفمل وويل، د بهسودو ولسوالۍ اړوند کراکوړۍ په سيمه کې د يو عشاريه څلور ميليونه افغانيو په لګښت ۴۷۵ مترو په اوږدوالي استنادي دېوال د شپږو مياشتو په موده کې بشپړ شو.

نوموړي زياته کړه، د سره رود ولسوالۍ اړوند د عمومي سيند غاړې ته د يوولس عشاريه در ويشت ميليونه افغانيو په لګښت د ۵۷۶ مترو په اوږدوالي يو بل استنادي دېوال هم تر جوړېدو وروسته ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.

نوموړی وايي، ياد استنادي دېوالونه د کليو پراختيا وزارت د سيمه ييزې همغږۍ پروګرام په چوکاټ کې جوړ شول چې په جوړېدو سره يې د خلکو کورونه او ځمکې د سېلابونو له خطره وژغورل شول.

د بهسودو ولسوالۍ د کراکوړۍ سيمې قومي مشر حاجي شاه محمود خان وويل، تر دې وړاندې يې کورونه، ځمکې او جوماتونه هر څه په خطر کې وو خو د دغه دېوال په جوړېدو يې هر څه خوندي شول.

نوموړي په سيمه کې د سړکونو رغولو، پاتې استنادي دېوالونو، ښوونځيو جوړولو، د پاکو اوبو څاه ګانو او روغتيايي مرکزونو جوړولو غوښتنه هم وکړه.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول بيارغونه