کابل (پژواک ٥ غويى ٩٦): د مطبوعاتو نړيوال انسټيتوت په ٢٠١٧ کال کې د افغان خبريالانو د خونديتوب کمېټه د ازادو رسنيو د مخکښۍ د جايزې ګټونکې اعلان کړې ده.
د دې کمېټې له خوا پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه اعلان، نن د ياد انسټيټوټ له خوا چې مرکز يې د اتريش په ويانا ښار کې دى او د ژورناليستانو، د رسنيو د مديرانو او مسوولينو يوه نړيواله شبکه ده، شوى دى.
سرچينه کاږي، د مطبوعاتو نړیوال انسټیټوټ دغه جایزه د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې ته د دغه بنسټ د نوښتونو، زړورتیا او د نړۍ په یوه له خطر نه ډکه سیمه کې د خبریالانو د خوندیتوب لپاره د کار کولو په خاطر ورکړې ده.
سرچينې دې کمېټې ته د جايزې ورکړې بل لامل، د نړۍ په کچه د خبريالانو د خونديتوب په خاطر د يوه جامع ميکانيزم رامنځ ته کول په ګوته کړي دي.
سرچينه زياتوي، په پام کې ده چې دغه جایزه د مې میاشتې په اتلسمه (د غويي ٢٨مه) د مطبوعاتو د نړیوال انسټیټوټ د کنګرې او عمومي غونډې په ترڅ کې د جرمني په هامبورګ ښار کې د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې ته وسپارل شي.
د مطبوعاتو د نړیوال انسټیټوټ اجرائیه رییسې باربار اتریفوني د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټې په اړه ويلي: «په افغانستان کې د ژورنالیستانو پر وړاندې له شته ګواښونو سره سره، هغه فوق العاده او له زړورتیا ډک کارونه چې د افغان خبریالانو کمېټه یې ترسره کوي، موږ په دې باوري کوي چې ژورنالیزم کولای شي ان د نړۍ ډېرې جنګ ځپلې برخه کې هم وده وکړي.»
هغه زیاتوي، خلکو ته د معلوماتو د رسونې په برخه کې د مرستې او دغه حق ته د رسېدو په برخه کې د دوی کلکه اراده او نور فعالیتونه یې ټولو ته هیله وربښي او د دوی دغه کړنه کېدای شي د نړۍ په نورو جنګ ځپلو هېوادونو کې هم د یوې ښې او غوره بېلګې په توګه وکارول شي.
د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټې رییس نجیب شریفي بيا ويلي: «موږ د غوره کوونکې ډلې له غړو نه د زړه له کومې مننه کوو چې د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټه یې د سږنۍ جایزې ګټونکې په توګه وټاکله. د دغه شان معتبره جایزې ګټل به د خبریالانو د خوندیتوب په برخه کې زموږ د ژمنتیا او هڅو په برخه کې زموږ لېوالتیا لا زیاته کړي، چې دغه کار په افغانستان کې د ازادو رسنیو او د بیان د ازادۍ په برخه کې مهمه ونډه لرلای شي.»
ده زیاته کړې، دغه جایزه د افغانستان رسنیزې ټولنې په ځانګړې توګه هغو خبریالانو ته ډالۍ کول غواړي چې خپل خوږ ژوند یې د خبریالۍ په سپېڅلې دندې په لار کې له لاسه ورکړی دى.
د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، د ازادو رسنیو د مخکښۍ جایزه په ۱۹۹۶زېږديز کال کې د مطبوعاتو د نړیوال انسټیټوټ له خوا رامنځته شوه، چې موخه یې د هغو رسنیو او رسنیزو بنسټونو پېژندنه ده چې د خپلو نوښتونو له لارې یې په خپلو سیمو او هېوادونو کې د بیان ازادۍ او معلوماتو ته د لاسرسي لپاره زمینه برابره کړې ده.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










