Language

د کندهار له لسګونو کروندګرو سره د کرنيزو وسايلو مرسته وشوه

کندهار (پژواک، ۵ غويی ۹۶): د کندهار د کرنې ریاست د دغه ولایت په دریو ولسوالیو کې پر کروندګرو د کرنیزو وسایلو د ۳۵۰ بستو د وېش لړۍ پیل کړه.

د دغو وسایلو د وېش لړۍ نن له دامان ولسوالۍ څخه پیل شوه چې د کندهار مالي او اداري مرستیال عبدالحنان منیب، د کرنې رییس انجنیر سید حفیظ الله سیدی، د ولسوالۍ قومۍ مشرانو، کروندګرو او باغ لرونکو ګډون په کې کړی و.

د کندهار د کرنې رييس پژواک خبري اژانس ته وویل، د کرنیزو وسایلو بستې د CARD-F موسسې په مالي مرسته چمتو شوې دي.

خو دی وايي چې د دامان ۷۳ کروندګرو ته دغه وسایل ورکړل شول او دغه لړۍ به دوو نورو ولسوالیو ارغنداب او ډنډ ته هم وغځول شي چې په ارغنداب کې به پر ۱۳۹ کروندګرو او په ډنډ کې به پر ۸۸ کروندګرو په ورته توګه د کرنیزو وسایلو بستې ووېشل شي.

سیدي وویل، د کرنیزو وسایلو په هره بسته کې ۱۰۰ کیلوګرامه سپینه سره، ۵۰ کیلوګرامه توره سره، ۵۰ کیلوګرامه پوتاشیم کود، د ۱۰۰ لېتره په ظرفیت محلول پاش، ۳ بیاتي ګاني، ۵ د مېوو او سبو راټولولو جالونه او ۴ لېتره بېلابېل درمل شامل دي.

د ده په خبره، د هرې بستې بیه ۶۵۰ امریکايي ډالره ده خو له کروندګر څخه د یوې بستې پر سر یوازې ۱۲۸ ډالره اخیستل کېږي.

د کرنې رییس وویل، د دې مرستې له لارې به د کروندګرو او باغ لرونکو په حاصلاتو کې ښه والی راشي.

د کندهار مالي او اداري مرستیال عبدالحنان منیب وویل، حکومت د کرنې ودې او نورو پرمختیايي چارو ته ژمن دی او هڅه کوي د کروندګرو او باغ لرونکو لاسنیوی وکړي.

نوموړي له کروندګرو وغوښتل چې خپله کرنه دې میکانیزه کړي او په دې برخه کې یې د کرنې پر ریاست غږ وکړ چې کروندګرو او باغ لرونکو ته روزنیز پروګرامونه جوړ کړي.

د دامان ولسوالۍ کروندګرو خوښي ښوده چې کلونه وروسته ورسره د کرنیزو وسایلو مرسته کېږي.

د یادې ولسوالۍ د رواڼي کلي یوه کروندګر تور جان پژواک اژانس ته وویل، په مرسته شوو بستو کې د اړتیا وړ ټول وسایل، درمل، کود او نور شته چې د حاصلاتو په ښه کولو کې مرسته کوي.

login or register a new account.