زرنج (پژواک، ٦ غويى ٩٦): د نيمروز ولايت په چهاربرجک ولسوالۍ کې د اوبو يو کانال ګټې اخيستنې ته وسپارل شو چې ورسره به ٥٠٠٠ هکتاره ځمکه د کرکيلې وړ شي او نږدې پنځه زره کورنۍ به ترې ګټه واخلي.
د نيمروز والي محمد سمېع وايي چې د دغه کانال په ګټه اخيستنې سره به د پراخو ځمکو د کرلو زمينه مساعده شي، چاپېريال ته به ګټه ولري او ګڼ کروندګر په کارونو بوخت شي.
د کوز هلمند د دريابي فرعي حوزې مشر انجنير محمد نبي محبوب وويل چې له دغه کاناله په ګټه اخيستلو سره به ٥٠٠٠ هکتاره ځمکه خړوبه شي او نږدې پنځه زره کورنۍ به ګټه ترې واخلي.
هغه زياته کړه چې پر دې پروژه ٢٨٥ ميليونه افغانۍ لګښت راغلى چې د نړيوال بانک له لوري ورکول شوې. د کانال اوږدوالى ٢٩ کيلومتره دى چې په دوو کلونو کې به په څلورو پړاوونو کې د اوبو او انرژۍ وزارت له لوري ورغول شي.
د اوبو او برېښنا وزارت مرستيال انجنير داوود صافي د چاربرجک ولسوالۍ د خوابګاه کلي له اوسېدونکو وغوښتل چې د کانال د ساتنې په برخه کې پوره هڅه وکړي.
د خوابګاه کلي اوسېدونکي محمد باران وويل چې د دغه کانال جوړول د ځايي خلکو يوه پخوانۍ هيله وه.
هغه زياته کړه چې په دې سيمه کې له کرکيلې پرته بل هېڅ کار نشته، خو بيا هم اوبه په سختۍ ترلاسه کېږي، د کانال په جوړېدو سره به خلک په کار بوخت شي او د خلکو اقتصادي ودې ته به ګټور وي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










