کندهار (پژواک، ۷ غويی ۹۶): په کندهار پوهنتون کې د ۳۵۰ زره امریکايي ډالرو په لګښت د څېړنیز مرکز د ودانۍ د جوړولو چارې پیل شوې.
د غويي ٧مه د اړوندې موضوع په اړه مراسمو کې د لوړو زده کړو وزارت علمي مرستیال انجنیر عبدالتواب بالاکرزي، د کندهار ولایت مالي اداري مرستیال عبدالحنان منیب، د کندهار پوهنتون رییس ډاکټر حضرت میر توتاخېل، یو شمېر استادانو او نورو کسانو ګډون کړی و.
د لوړو زده کړو وزارت مرستیال انجنیر عبدالتواب بالاکرزي پژواک خبري اژانس ته وویل، په کندهار پوهنتون کې د څېړنیز مرکز ودانۍ د نړیوال بانک د ۳۵۰ زره امریکايي ډالرو په مالي مرسته جوړېږي.
هغه زیاته کړه، د کابل او هرات له پوهنتونونو وروسته درېیم کندهار پوهنتون دی چې څېړنیز مرکز په کې جوړېږي.
دی وايي، په ټولیزه توګه پوهنتونونه درې ډوله فعالیتونه لري چې تدریس، د وړتیاوو لوړول او څېړنې کول دي.
د ده په خبره، په کندهار پوهنتون کې د څېړنیز مرکز نشتوالی لویه تشه وه.
نوموړي وویل، په دغه څېړنیز مرکز کې به د ژوندانه له بېلابېلو برخو سره د تړلو موضوعاتو، ستونزو په اړه څېړنې کېږي او د خدماتو او پرمختیايي چارو په موخه به لارښودې طرحې وړاندې کېږي.
د کندهار ولایت مالي او اداري مرستیال عبدالحنان منیب وویل، په کندهار پوهنتون کې د څېړنیز مرکز جوړېدا د دې زون لپاره لویه لاسته راوړنه ده.
هغه د لوړو زده کړو له وزارته مننه وکړه چې دلته دغسې یو ګام اخلي او د پوهنتون د پرمختګ لپاره هڅې کوي.
دی وايي، د دغه څېړنیز مرکز په جوړېدو به د منظمو علمي څېړنو په رڼا کې د ډېرو هغو ستونزو ريښې او عوامل په ګوته او حل لارې به ورته و موندل شي چې د ژوند په بېلابېلو برخو کې ورسره مخ یوو.
د کندهار پوهنتون رییس ډاکټر حضرت میر توتاخېل هم د دغه مرکز جوړېدل د کندهار پوهنتون لپاره لوی پرمختګ وګاڼه.
ده وویل، دغه څېړنیز مرکز په دوه پوړه کې له ټولو ملحقاتو سره په عصري بڼه د ۸ میاشتو په موده کې جوړېږي.
توتاخېل زیاته کړه، په دغه مرکز کې به په ډېره معیاري توګه پر بېلابېلو مسایلو څېړنې کېږي او د ستونزو د حل لپاره به هر اړخیزې طرحې وړاندې کېږي چې په عملي کېدو سره به یې ضرور مثبت بدلونونه رامنځ ته شي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










