منځپانګې ته تلل
شنبه ۲۱ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۱:۵۲ غ.و
۴°صاف · ↑۱۴° ↓۲°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د ملي اردو هوايي برید کې د چټک غبرګون سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې

· ۱ دقیقه لوستل · ۴۸ کتنې

ترينکوټ (پژواک، ١٠ غويى ٩٦): په اروزګان ولايت کې د ملي اردو چورلکې په تېروتنې سره پر امنيتي ځواکونو بمبار کړى او دوه سرتېري يې وژلي دي.

د اروزګان د امنيې قوماندانۍ يوې سرچينې د غويي په ١٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه پرون مازديګر ناوخته د ترينکوټ ښار اړوند د کوټوالي په سيمه کې رامنځته شوې ده.

سرچينې زياته کړې چې د ملي اردو ځواکونو الوتکې د غلط کوردينات له امله د جګړې په لومړۍ ليکه کې پر دولتي ځواکونو بمبار کړى دى.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، په دې پېښه کې د چټک غبرګون قطعې دوه سرتېري وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.

د ترينکوټ د ملکي روغتون يوه کارکوونکي ډاکتر ضياء الرحمن پژواک ته وويل چې دوى ته څلور ټپيان ور وړل شوي وو چې دوو يې په روغتون کې ساه ورکړه.

د سرچينې په وينا، دوه نور سخت ټپيان کندهار ولايت ته لېږدول شوي دي.

د ملي دفاع وزارت مرستيال وياند جنرال محمد رادمنش له يادې پېښې بې خبري وښوده او زياته يې کړه چې په اړه به يې پوښتنه وکړي. 

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه