منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۵۷ غ.و
۱۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نری باران · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

سمر: هيله ده حکمتيار د تاوتريخوالي فعاليتونو ته بيا مخه نه کړي

· ۳ دقیقې لوستل · ۸۹ کتنې

کابل (پژواک، ١٠ غويى ٩٦): د افغانستان د بشر حقونو کميسيون مشره وايي، دا به وخت ثابته کړي چې حکمتيار د سولې په لړۍ کې څومره اغېز لري، خو هيله منده چې د حزب اسلامي مشر د تاوتريخوالي فعاليتونو ته بيا مخه نه کړي.

 سيما سمر دغه موضوع نن د هغې ناستې په څنډه کې چې د "د بشر او پوليسو د حقونو ملي ناسته" تر نامه لاندې جوړه شوې وه، څرګنده کړه.

 د بشر حقونو خپلواک کميسيون مشرې، د دې پوښتنې په ځواب کې چې کابل ته د حکمتيار په راتګ سره د سولې ټينګښت لپاره څومره هيله منده ده، وويل: "دا به موږ ته وخت وښيي او هيله مند يو، هغه څه چې افغانستان ته د سولې د راوستو لپاره ادعا کوي؛ هماغه ډول کار وکړي، خو کميسيون همېشه د معافيت له فرهنګ سره مخالف دى او هيڅوک هم بشري ضد او جنګي جنايتونه نه شي بښلى."

 مېرمن سمر زياته کړه: "لکه څرنګه چې حکمتيار پرون په خپله وويل، چې تېر به هېر کړي؛ هيله منده يم په کومو تورنو چې پخوا تورن دى؛ هغه بيا تکرار نه کړي او له تاوتريخوالي لاس واخلي."

د بشر حقونو خپلواک کميسيون مشرې، په تېرو پنځلسو کلونو کې د لاسته راوړنو په ځانګړي ډول د ښځو حقونو پر ساتلو د ټينګار ترڅنګ وويل: "حکمتيار نه شي کولى، څو هغه لاسته راوړنې چې په تېرو کلونو کې خلکو ترلاسه کړې، له دوى بيرته واخلي. د افغانستان په پرمختګ او تمدن جوړولو کې افغانان په ځانګړي ډول ښځې ځانګړى رول لري او هيڅوک هم د دوى له دې کار سترګې نه شي پټولى."

 د سيما سمر په وينا، امکان لري چې کابل ته د حکمتيار په راتګ سره ځينې ناندرۍ رامنځته شي، خو نوموړې څرګنده کړه چې د حزب اسلامي مشر تاريخ شا ته نه شي ګرځولى.

 د بشر حقونو خپلواک کميسيون مشرې، د حزب اسلامي د يو شمېر زندانيانو د ازادولو په غبرګون کې وويل: "حکومت خپلې ټولې هلې ځلې کړې او ټولې قضيې يې څېړلې؛ د چا جرمونه چې ډېر کوچني و او يا يې جرم نه درلود، ولې په دې تور چې په حزب اسلامي کې وو، زنداني شوي وي، هغوى ازادوي."

 سيما سمر زياته کړه: "په دغه برخه کې موږ خپله څارنه کوو او حکومت بايد دوى او شخصي جرايم يې په پام کې ولري او هغه څوک ازاد کړي چې په جنګي جرمونو تورن نه وي."

 نوموړي د يادې ناستې په دوام کې، د امنيتي ځواکونو په ځانګړي ډول د پوليسو له لوري بشر حقونو ته د درناوي اهميت په اړه وويل، چې پوليس، "د عدالت د ټينګښت لومړى زنځير" دى او په داسې حال کې چې پوليس په ښه توګه خپل ماموريت ترسره نه کړي نو څارنوالي او محکمه په ښه توګه خپلې دندې نه شي ترسره کولى.

د بشر حقونو خپلواک کميسيون د مشرې په وينا، د ياد کميسيون او کورنيو چارو وزارت ترمنځ د همغږۍ نه شتون د دې لامل شوى چې د ښځينه پوليس ظرفيت همداسې ټيټ پاتې شي چې بايد د غوره حکومتولۍ او قانون د عملي کولو لپاره د پوليسو په ليکو کې د ښځو شتون زيات کړل شي.

 د هېواد لومړۍ مېرمنې رولا غني په خپل پيغام کې دغې ناستې ته وويل چې د پوليسو د ظرفيت لوړولو په ځانګړي ډول د بشر حقونو مسايلو د ټينګښت لپاره په جديت سره کار وشي، څو د پوليسو ځواکونه له بشر حقونو څخه د پوهاوي برخه کې خلکو ته په روښانه ذهن خدمت وکړي.

 د کورنيو چارو وزارت د جندر برخې مشر سمونوال حکمت شاهي رسولي وويل، چې اوسمهال په هېواد کې د ښځينه پوليسو شمېر د ٥٠٠ ښځينه پوليسو په راتګ سره ٣١٦٠ پوليسو ته رسېدلى دى.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ښځې