منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۴:۴۵ غ.و
۱۴° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

یو شمېر افغان خبریالانو په چین کې د رسنیز مدیریت د روزنې پروګرام پای ته ورساوه

· ۲ دقیقې لوستل · ۷۶ کتنې

کابل (پژواک، ١١ غويى ٩٦): د افغانستان د بېلابېلو رسنيو ٣٠ خبريالان په چين کې د رسنيز مديريت له روزنیز کورس څخه فارغ شول.

یادو خبريالانو کې چې د  دولتي رسنيو تر څنګ د ځینو خصوصي رسنيو استازي هم په کې شامل وو،  د چين مرکز بيجينګ ته یې د رسنيز مديريت په سيمينار کې د ګډون په موخه سفر کړی و.

دوى په ياد سيمينار کې له درېيو اونيو زده کړو وروسته پرون فارغ شول او ستاينليکونه يې ترلاسه کړل.

د پژواک اژانس خبريال نصرت احمدزى چې په دغه سيمينار کې يې ګډون کړی و،  دغه زده کړې يې ګټورې وبلې او ويې ويل چې د چين له رسنيزو تجربو به ګټه پورته کړي.

دى وايي، دوى د چين بېلابېلو ولايتونو او ښارونو ته روزنيز سفرونه هم وکړل او د دغو سيمو د رسنيو له ادارو څخه يې ليدنه وکړه.

د هغه په وينا، افغان خبريالانو له چين څخه وغوښتل چې د رسنيو په برخه کې ورسره همکاري او مرستې زياتې کړي.

دغه راز د چين د  سي يو سي نړيوال پوهنتون له مشر سره په کتنه کې افغان خبريالانو له دوی څخه هيله وکړه چې د زده کړو په برخه کې افغان زده کړيالانو ته د ماسټرۍ او دکتورا په برخو کې بورسونه ورکړي او ورته د زده کړو زمينه برابره کړي.

د پژواک اژانس خبريال زياتوي چې د دغه سفر په پای کې یې په چين کې د افغانستان له سفير جانان موسی زي سره هم وکتل او له دوی څخه يې هيله وکړه چې د خپل هېواد لپاره له چين هېواد څخه د هر اړخيزې همکارۍ غوښتنه وکړي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دین او کلتور