منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۹ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۱۴ غ.م
۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۹° ↓۸°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

يوناما: افغانستان د بيان ازادۍ په برخه کې د سيمې په کچه مخکښ هېواد دى

· ۲ دقیقې لوستل · ۹۳ کتنې

کابل (پژواک، ١٢ غويى ٩٦): د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړى استازى وايي، د افغانستان مسلکي رسنۍ چې تل يې د سترو ستونزو په وړاندې خپلو فعاليتونو ته دوام ورکړى، زړورتيا او هوډ يې بايد وستايل شي.

له يوناما څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې نوموړي دغه څرګندونې، نن په کابل کې د مطبوعاتو نړيوالې ورځې (د مې ٣مه) په مناسبت په يوه ناسته کې وکړې.

سرچينې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي تادامیچي یاماموتو له قوله ليکلي، په افغانستان کې د رسنيو ډېرې برياوې په ډېرو ستونزو ترلاسه شوې دي، نو له همدې امله د افغانستان مسلکي خبريالان بايد د هغوى د زړورتيا او هوډ لپاره وستايل شي.

هغه وويل:"تاسو ډاډمن و اوسئ چې ملګري ملتونه او نړیواله ټولنه ستاسو له کړنو او فعالیتونو څخه مننه کوي."

ده زياته کړه، سره له دې چې په ځينو سنتي ټولنو کې د بيان ازادي د له منځه تلو په حال کې ده، خو په افغانستان کې د بيان ازادۍ په برخه کې پرمختګونه شوي او په دې برخه کې د سيمې په کچه مخکښ هېواد دى.

هغه وايي، د مطبوعاتو له ازادۍ پرته د يوې باخبرې او فعالې ټولنې شتون ناشونى دى، د بيان د ازادۍ په شتون کې ښه حکومتولي، د بېوزولي کمېدل او عدالت ته لاسرسى رامنځ ته کېږي.

د ملګرو ملتونو استازي په ډاګه کړه چې د ډيموکراسۍ، د جنسیت برابرۍ او بیان آزادۍ مخالفان تل شته، ځکه نو باید خبریالان او لیکوالان چمتو ولاړ وي او هوښیار واوسي.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، اوسمهال افغانان شاوخوا ٧٠ تلويزوني شبکو، ١٧٥ راډيويي شبکو او د پرمختګ په حال کې ټولنيزو رسنيو ته لاسرسى لري.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دین او کلتور