پلخمري (پژواک،١٣غويى ٩٦): د بغلان يوشمېراوسېدونکي او د ولايتي شورا غړي د پلخمري –کندوز، پلخمري – مزارشريف او پلخمري- کابل د لويو لارو په اوږدوکې د وسله والوطالبانو فعال شتون په اړه اندېښنه ښودلې او وايي چې د حکومت نه پاملرنې له امله به دا لويې لارې وتړل شي.
د بغلان پوهنتون يو استاد جمشيد پژواک خبري اژانس ته وويل چې د منصوري په نوم د طالبانو پسرلني عملياتو له پيل سره د بغلان بېلابېلو سيموکې د دې ډلې بريدونه زيات شوي او څو ورځې وړاندې د کندوز- پلخمري لويه لار د څو ساعتونو لپاره تړلې وه.
نوموړي وايي چې اوسمهال امنيتي ځواکونو بغلان ولايت کې دفاعي حالت غوره کړى او که امنيتي ځواکونه له دفاعي حالت څخه و نه وځي او يرغليز حالت خپل نه کړي د بغلان امنيتي وضعيت به نورهم خراب شي.
د پلخمري – مزارشريف پر لويه لار موټرچلونکى محمد نصيروايي چې له څه باندې يوکال راهيسي طالبان د چشمه شېر او پلخمري ښار اړوند ځينو سيموکې فعاليت کوي او ډيرى مهال پر پوځي او ملکي موټرو ډزې کوي.
نوموړي وويل چې له همدې امله پر دې لار د خلکو تګ راتګ کم شوى او کاروبار هم تت شوى دى، دولت بايد د لويولارو امنيت خونديتوب ته پاملرنه وکړي او زياتې امنيتي پوستې ځاى پرځاى کړي.
د بغلان ولايتى شورا مرستيال محبوب الله غفاري تاييد کړه چې وسله والو مخالفينو ځکه خپلو بريدونو ته زور ورکړى څو د کابل – پلخمري، مزارشريف – پلخمري او کندوز – پلخمري لويې لارې وتړي.
هغه زياته کړه، سره له دې چې د بغلان امنيتي ځواکونه هڅه کوي امنيت خوندي کړي؛ خو وسله والو مخالفينو خوره جګړه پيل کړې چې دې چارې خلک اندېښمن کړي دي.
د بغلان ولايتى شورا ياد غړي وويل چې طالبان له څو کلونو راهيسې د شهاب الدين ډنډ، د غوري ډنډ اودهنۀ غوري ولسوالۍ کې پراخ فعاليت لري؛ خو مرکزي ادارې تراوسه په دې برخه کې هيڅ پاملرنه نه ده کړې چې د نه پاملرنې له امله وسله وال مخالفين زړورشوي او خپلوبريدونو ته دوام ورکوي.
غفاري له حکومت څخه غوښتنه وکړه چې ډېر ژر دې بغلان ولايت کې عمليات ترسره کړي څو د خلکو اندېښنې حل شي؛ له دې پرته به د خلکو ستونزې او اندېښنې د هرې ورځې په تېرېدو زياتې شي.
خو د بغلان امنيه قوماندان مل پاسوال اکرام الدين پژواک خبري اژانس ته وويل چې له تېرو دوو مياشتو راهيسې د امنيه قوماندان په توګه ګومارل شوى ، امنيتي ځواکونه د ګډو هڅو په ترڅ کې توانېدلي چې پر وسله والو مخالفينو درانه ګوزارونه وکړي او په دې موده کې د يادې ډلې نومول شوى والي او څو مهم غړي وژل شوي دي.
نوموړي د دې مطلب په څرګندولو سره چې په تېرو دوو مياشتو کې د بغلان ولايت کې د وسله والو مخالفينو څو مرکزونه له منځه وړل شوي، زياته کړه چې وسله والو مخالفينو له تېرو څو ورځو راهيسې د بغلان مرکزي او دوشي ولسواليو او پلخمري ښار ځينوسيموکې خپلو بريدونه ترسره کړل ؛ خو د امنيتي ځواکونو له کلک مقاومت سره مخ شوي او درنه مرګ ژوبله يې ورته اړولې ده.
د بغلان امنيه قوماندان ددې ولايت اوسېدونکو ته ډاډ ورکړ چې اندېښمن دې نه وي، ځکه امنيتي ځواکونه سره بېره له دې چې د دې ولايت امنيت خوندي کولو توان لري، وسله وال مخالفين چې هرځاى کې په ورانکارو کړنو لاس پورې کړي، وځپي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










