منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۱۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۳۱ غ.و
۱۴°صاف · ↑۱۴° ↓۱°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

ننګرهار کې د مثبت بدلون ټولنه ۷۰۰ زده کوونکي په وړيا توګه روزي

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۳۷ کتنې

جلال اباد (پژواک، ۱۴ غويی ٩۶): په ننګرهار کې د مثبت بدلون ټولنه وايي، په بېلابېلو برخو کې يې د ۷۰۰ زده کوونکو وړيا روزنه پيل کړې، چې نږدې نيمايي يې نجونې دي.

د دغې ټولنې مسوولينو د غويي په ۱۴مه جلال اباد ښار کې د خپلو فعاليتونو د پنځم تلين په غونډه کې په دې اړه معلومات وړاندې کړل او هم يې د ننګرهار له والي او سوداګرو څخه يادې ټولنې د مرستې غوښتنه وکړه.

د مثبت بدلون ټولنې مشر عبدالبصير سباوون وويل، دغه ټولنه شاوخوا پنځه کاله وړاندې د با احساسه ځوانانو له خوا تاسيس او په رضاکارانه شکل او وړيا توګه يې د اړمنو هېوادوالو د لنډمهالو زده کړو لړۍ پيل کړه.

نوموړي زياته کړه، ټولنې يې په خپل پنځه کلن بهير کې د ۲۲۰ نجونو په ګډون ۲۷۰۰ زده کوونکي په لنډمهاله زده کړو روزلي، چې اوس يې څه په دفترونو او رسنيو کې په افتخاري او ګڼ شمېر يې په معاشداره توګه په دندو بوخت دي.

دی وايي، اوس هم ورسره د ۳۰۰ نجونو په ګډون له ۷۰۰ زيات زده کوونکي په زده کړو بوخت دي، چې ورته د کمپيوټر، انټرنټ، انګليسي، ژورنالېزم، کانکور چمتووالي، رهبرۍ او نورو بېلابېلو برخو کې زده کړې ورکوي.

سباوون دا هم وويل، چې دغو ټولو زده کوونکو ته د ۵۵ رضاکاره استادانو له خوا زده کړې ورکول کېږي، چې د ماسټرۍ زده کړو تر کچې استادان هم ورسره همکار دي.

د مثبت بدلون ټولنې مسوول وويل، د ځوانانو د روزنې تر څنګ يې په ټولنه کې د ناخوالو د شتون په اړه هم خپل غږ پورته کړی او هم يې په وړاندې مبارزه کړې ده.

نوموړي د ننګرهار له والي غوښتنه وکړه، چې دغه ټولنه خپل ځای نه لري او په دغه برخه کې دې ورسره مرسته وکړي او هم يې په سوداګرو غږ وکړ، چې د دغې ټولنې د فعاليتونو د لا پراختيا لپاره دې ورسره مالي ملاتړ وکړي.

د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل چې د يادې ټولنې غونډې ته ورغلی و، ژمنه وکړه، چې له خپلې شخصي شتمنۍ به دغې ټولنې سره مرسته کوي او د دې ټولنې لاسنيوی به کوي.

هغه پر نورو مدني ټولنو هم غږ وکړ، چې د مثبت بدلون ټولنې په څېر دې د ټولنې د فکري رغونې لپاره کار وکړي، ترڅو ټولنه په فکري رغونې پرمختګ وکړي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ښوونه او روزنه