کابل (پژواک، ١٤ غويى ٩٦) : ولسمشر اشرف غني د "پوهاند ډاکتر سید بهاءالدین مجروح سیمینار" په وروستيو مراسمو کې د هېواد ۳۶ فرهنګیانو، لیکوالو او شاعرانو ته د هغوی د فرهنګي او ادبي فعالیتونو د قدردانۍ په خاطر عالي دولتي مډالونه ورکړل.
له ارګه د غويي په ١٤مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دغه مناسبت پرون ماښام په ارګ کې په نیول شوو مراسمو کې د کابل پوهنتون رييس پوهنیار حمیدالله فاروقي د "پوهاند ډاکتر سید بهاءالدین مجروح سیمینار" جوړولو په اړه معلومات ورکړل.
هغه زياته کړه، یاد سیمینار د علمي سیمینارونو په لړ کې دغه ځل د هېواد د علمي شخصیتونو په ګډون د شهید سید بهاءالدین مجروح د علمي کارونو او افکارو پر بېلابېلو اړخونو بحث وشو.
په يادو مراسمو کې د فرهنګیانو په استازیتوب ډاکتر نورالحبیب نثار او د کابل پوهنتون استاد پوهاند ډاکتر محمد داوود راوش خبرې وکړې او د هېواد فرهنګیانو او ادیبانو ته یې د ولسمشر پاملرنه وستایله.
ولسمشر محمد اشرف غني په خپلو خبرو کې له ټولو هغو کسانو چې د "پوهاند ډاکتر سید بهاءالدین مجروح سیمینار" په جوړولو کې یې هڅې کړې وې، مننه وکړه.
هغه زياته کړه چې په ياد سیمینار کې د شهید پوهاند مجروح مفکوره پر دوامدار بحث بدله شوه او اړتیا ده چې دا په یو ژور فرهنګي بحث واوړي، څو د هېواد له علمي او اکاډمیکو شخصیتونو څخه ښه او ژور تاریخي درک رامنځته شي.
نوموړي مجروح علمي شخصیت وباله او ویې ویل، شهید مجروح دوامدار پیغام درلود او د هغه په اړه بحثونه باید په یو سیمینار کې ختم نه شي، په کار ده چې پر اثارو یې هر اړخیز کار وشي، همدارنګه دې په درسي نصاب کې د مجروح د افکارو پر شاملولو بحث وشي.
ولسمشر غني زیاته کړه: ((د پوهاند مجروح فکر څو اړخه لرل، هغه فکري، ټولنیز او سیاسي بحرانونه ښه تحلیل کړي وو چې په لیکنو کې یې دا هر څه څرګند دي، سره له دې چې شهید مجروح کولای شوای د هېواد صدراعظم شي، خو هغه په پوهنتون کې استاذۍ ته ترجیح ورکړه.))
هغه وویل، د کونړ په پوهنتون کې دې یو پوهنځی، ننګرهار او کونړ کې دې ځیني واټونه د پوهاند مجروح په نوم ونومول شي. هغه د هېواد تاریخي او علمي شخصیتونو ته په اشارې زیاته کړه، د ټولو عملي شخصیتونو په اړه دې فکر وشي، څو د افغانستان اصلي تاریخ په سمه توګه درک شي او زه له دغه بهیر څخه هر اړخیز ملاتړ کوم.
نوموړي څرګنده کړه، دولت، ټولنه او خلک له فرهنګ پرته ژوند نه شي کولای، په کار ده چې د هېواد د فرهنګي بډاینې لپاره هر اړخیزې هڅې وشي. هغه وویل، فرهنګي شورا به ژر جوړه شي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










