منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۹ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۱۵ غ.و
۱۳° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۹° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

په میدان وردګو کې د ملي پیوستون ادارې ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

· ۲ دقیقې لوستل · ۸۲ کتنې

کابل (پژواک، ١٧غويى ٩٦): په میدان وردګو ولایت کې د څه باندې ۱۷ میلیونه افغانیو په لګښت د ملي پیوستون ادارې ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

د ميدان وردګو د والي وياند عبدالرحمن منګل، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه ودانۍ د غويي په ١٧مه د يو لړ مراسمو په ترڅ کې پرانيستل شوه.

د میدان وردګو ولايت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ريیس جان محمد وويل چې یاده درې پوړيزه ودانۍ ۲۳ بېلا بېلې خونې لري، په ۴۲۲ مترمربع ځمکه کې د نړیوال بانک له خوا د ۱۷.۲ میلیونه افغانیو په لګښت په اساسي ډول جوړه شوه.

د دې ودانۍ د پرانيستې پرمهال د ميدان وردګو والي ځنډي ګل زماني وویل، دې ودانۍ کې به د ملي پیوستون او د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست اداري او انکشافي کارونه په منظم ډول پرمخ لاړ شي.

نوموړي له نورو وزارتونو څخه هم وغوښتل چې په دې ولایت کې د خپلو اړوندو هغو ریاستونو لپاره چې ودانۍ نه لري ودانۍ ورته جوړې کړي.

د يوه بل خبر له مخې، د ميدان وردګو د مرکز ميدان ښار اړوند په تورخېلو سيمه کې د بهرنيو ځواکونو د بې پيلوټه الوتکې په بريد کې شپږ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د ميدان وردګو د والي وياند پژواک ته وويل چې ياد بريد نن له غرمې مخکې شوى او په ترڅ کې يې دوه وسله وال طالبان وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.

د ده په خبره، د دغو وسله والو د بشپړ هويت په اړه تراوسه معلومات نشته.

وسله والو طالبانو تراوسه پورې په دې اړه څه نه دي ويلي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول بيارغونه