کابل (پژواک، ١٩ ورى ٩٦): د پوهنې وزير د شهادتنامو وېش په بهير کې درغلي اوفساد مني او دغه کار يې خطرناک او زيان اړوونکى بللی او وايي چې د دې ستونزې د هواري لپاره جدي هڅې پيل شوې دي.
د پژواک خبري اژانس د يو څېړنيز راپور موندنو له مخې چې د روان کال د غويي په ١٠مه جوړ شوى ښيي چې ځيني خلک جعلي شهادتنامې جوړوي او د شهادتنامو وېش اوږد بهير د دې لامل شوى څو د شهادتنامو غوښتونکي کمېشنکارانو ته د پيسو په ورکړه خپل کار ترسره کړي.
د پوهنې وزير اسدالله حنيف بلخي چې نن د فساد پر وړاندې د افغانانو همغږۍ بنسټ (AFCAC) له لوري له دوولسمو ټولګيو څخه د فارغ شوو د نتايجو ثبت، د شهادتنامو چاپ او وېش کړنلارې سپارلو مراسمو کې خبرې کولي زياته يې کړه چې په تېرو دوو مياشتو کې د شهادتنامو د وېش په بهير کې ځيني اصلاحات رامنځته شوي او دغه بهير ګړندی شوى دى.
د پوهنې وزير د خپلو خبرو په دوام تاييد کړه چې د شهادتنامو د وېش په برخه کې جعل کاري، ناغېړۍ او داسې نورې ستونزې شتون لري.
هغه زياته کړه: "زه انکار نه کوم او په ډاګه وايم چې له وزارت څخه بهر مافيايي کسان د جعلي شهادتنامو کاروبار کوي."
د پوهنې وزيرد معلوماتو له مخې، پخوا يوه ورځ کې ٨٠٠ کسانو ته شهادتنامې ورکول کېدې؛ خو دا شمېر اوس ١٥٠٠ کسانو ته لوړ شوى دى.
د دې تر څنګ نوموړي زياته کړه چې مخکې به خلک له ولايتونو څخه د شهادتنامو اخيستو لپاره مرکز ته راتلل، له ناچارې ورځې به ٢٠ ورځې انتظار وو؛ خو اوس دغه بهير په يوه اوونۍ کې ترسره کېږي.
هغه شهادتنامه د زده کوونکو تحصيلې راتلونکې لپاره يو مهم سند وباله ويې ويل چې په دغه مهم سند کې درغلي د دغه وزارت لپاره خطرناک او زيان اړوونکې ده.
بلخي زياته کړه کله چې شهادتنامې وزير ته د لاسليک لپاره وړل کېږي، په همدې جريان کې درغلي کوونکي جعلي شهادتنامې په کې ځاى پر ځاى کوي.
نوموړي وويل، د پوهنې وزارت د جعل کارانو پېژندلو په اړه جدي کار کوي او د جعل کارانو پېژندنې په صورت کې به هغوى عدلي او قضايي ارګانونو ته ورمعرفي کړي.
بلخې وويل چې پوهنې وزارت په يوازې سر په دې برخه کې د کار کولو توان نه لري او يادونه يې وکړه چې د اړوندو حکومتي او غير حکومتي ارګانونو همکاري د پوهنې په برخه کې اړينه ده.
نوموړي په دې برخه کې د (AFCAC) له لوري رامنځته شوي اصلاحات وستايل او زياته يې کړه چې د فساد او درغلۍ په برخه کې د مدني ټولنو او بهرنيو مرستندويانو همکاري مهمه او ارزښتناکه ده.
غړي
You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










