ژبه

حکمتيار د استاد رباني فاتحه وکړه

کابل (پژواک، ٢٠ غويى ٩٦): د حزب اسلامي مشر ګلبدين حکمتيار د پخواني ولسمشر استاد برهان الدين رباني فاتحه وکړه.

د حزب اسلامي يوې سرچينې د غويي په ٢٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل، حکمتيار د حزب اسلامي له يوه لوړپوړي پلاوي سره د جمعيت اسلامي ګوند د مشر او د بهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني کور ته ورغی.

سرچينې زياته کړې، صلاح الدين رباني د حزب اسلامي د پلاوي تود هرکلى وکړ او بيا د پخواني ولسمشر او د سولې د عالي شورا د پخواني مشر استاد برهان الدين رباني فاتحه يې ولوسته.

استاد رباني شپږ کاله مخکې په کابل کې د يوه ځانمرګي بريدګر له خوا په خپل کور کې وژل شوى و.

د حزب اسلامي مشر ګلبدين حکمتيار په دې موده کې کابل کې نه و او تر نږدې ٢٠ کلونو وروسته چې کابل ته راغى، نو د استاد رباني فاتحې ته ورغى.

login or register a new account.

ورته موضوع