منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۵۹ غ.و
۱۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نری باران · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

ننګرهار کې يو شمېر خلک د ايف ايم راډيوګانو له غير معياري خپرونو شکايت کوي

· ۴ دقیقې لوستل · ۱۰۳ کتنې

جلال اباد (پژواک ۲١ غويي ٩٥): د ننګرهار ولايت اوسېدونکي او فرهنګيان نيوکه کوي چې په دغه ولايت کې ګڼې ايف ايم راډيوګانې غير معياري خپرونې کوي او د اطلاعاتو او فرهنګ رياست يې هېڅ مخه نه نيسي.

په ننګرهار کې اوسمهال له شلو ډيرې ايف ايم راډيوګانې خپرونې کوي چې له څو ګوته په شمار  پرته د هغو نورو خپرونې يې نه هم په ژورناليستيک معيارونو او نه هم د ټولنې پر اصولو برابرې دي.

د خلکو نيوکه دا ده چې د دغو راډيوګانو د خپرونو چلوونکي غير مسلکي کسان دي او خپرونې يې په حجرو  کې د ځوانانو د ټوکو ټکالو بنډارونو ته ورته دي.

د ننګرهار اوسېدونکي او کتونکي د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د څار نشتوالی هغه څه يادوي، چې په خبره يې د راډيوي خپرونو معيارونه د کورنۍ د اورېدو له پولو بهر شوي دي.

ليکوال او شاعر نورزاخان لودين وايي، ځيې راډيوګانې داسې خپرونې هم کوي چې خلک يې په اورېدلو شرميږي او د راډيو بندولو ته يې مجبوروي؛ خو داسې خپرونې هم شته  چې د ټولنې د اصلاح لپاره خپرونې لري .

هغه زياته کړه:(( ځينې راډيوګانې ښې خپرونې لري، خو ځينې بيا د شپې په دوولسو بجو هم  خلکو ته د پتاسه يم او شرابي يم سندرې خپروي.))

عايشه محمدي چې له کلونو راهيسې په ننګرهار کې ايف ايم راډيوګانې اوري او څاري ، وايي، ډېرې داسې خپرونې شته چې د دوی کورنۍ ورڅخه زده کړې کوي؛ خو کله نا کله له داسې خپرونې سره هم مخ شي چې د کورنۍ مشران يې د راډيو ماتولو پرېکړه وکړي.

نوموړې وايي: ((يوه ورځ مې راډيو اورېده، نو يو هلک نطاق ته ښکنځل وکړې، په دې کې د راډيو مسوول راغی خبرې يې پيل کړې او هماغه ښکنځل چې هغه هلک کړې وې هغه يې تکرار کړې، دومره حد ته نورې ښکنځلې يې هم وکړې  چې زه يې په ويلو او اورېدلو شرمېږم.))

د چارو کارپوه ميراغا منصف نيوکه کوي چې د اطلاعاتو او فرهنګ رياست نه پاملرنې په دغه ولايت کې د ايف ايم راډيو ګانو خپرونې دغه حد ته رسولې دي.

دی وايي، که د اطلاعاتو او فرهنګ رياست له دغو راډيوګانو څار درلودی او قانوني چلند يې ورسره کړی وای، هېڅکله به يې هم د ټولنې له اصولو خلاف او د ژورناليزم له اخلاقو سره په ټکر کې خپرونې نه وې کړې.

په ننګرهار کې د ايف ايم راډيو ګانو د اتحاديې مسوول شفيق الله رحماني که څه هم مني چې د راډيو ګانو د خپرونو معيار تر ډيره کمزوری دی؛ خو وايي اتحاديې يې هڅې پيل کړي چې دغه ستونزه حل کړي.

نوموړي پژواک اژانس ته وويل، د ادارو د اقتصادي ستونزو له امله د ايف ايم راډيوګانو  خپرونې لا هم هغه کسان مخته وړي، چې حتی زده کړې يې تر دوولسم ټولګي هم نه وي رسولې.

هغه زياته کړه: ((يو سړی سواد ونه لري زده کړې يې کمې وي؛ نو حتمي ده چې هغوی خپرونې هم معياري نه شي ترسره کولی.))

د ايف ايم راډيوګانو د اتحاديې دغه مسوول ډاډ ورکړ چې د همدغو کسانو د روزنې پر مټ يې هڅه پيل کړې دي چې خپرونې معياري کړي.

خو د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ امر شېرشاه همدرد وايي چې دوی تل دغه خپرونې څارلي، د راډيو مسوولينو ته يې لارښوونې کړې دي او لا هم دغه چاره روانه ده.

هغه پژواک اژانس ته وويل، دغه ډول خپرونې تر ډيره هماغه راډيوګانې کوي، چې د وزارت جواز نه لري او دوی پرېکړه کړې چې که په نږدې راتلونکې کې جواز وانخلي؛ نو دوی به يې خپرونې بندې کړي.

د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ رييس اورنګ صميم پژواک اژانس ته وويل چې د اېف اېم راډيوګانو له خپرونو ورته ډير شکايتونه رسېدلي دي.

هغه وايي، تل د دغو راډيوګانو خپرونې اوري او څار ترې کوي؛ خو ځينې اصول د دې لامل شوي چې دوی مستقيما د يادو خپرونو او راډيو ګانو پر ضد اقدام نه شي کولی.

صميم زياته کړه: ((موږ ته بايد خلک شکايت وکړي چې دغه خپرونه ده او ټولنې ته يې دا خطر متوجه دی، نو بيا موږ دا شکايت وزارت ته رسوو د رسنيو د څار کمېسيون بيا پرېکړه کوي  چې دا خپرونه يا راډيو وتړل شي او کنه؟))

د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د اطلاعاتو امر شېرشاه همدرد وايي، په ننګرهار کې ۲۰ ايف ايم راډيوګانې موجودې دي  چې ګڼې يې له اقتصادي ستونزو سره مخ دي او حتی د سقوط تر بريده يې رسولې دي.

د هغه د معلوماتو له مخې، په دغه ولايت کې د مينه ، اباسين، نن، پښتونستان، پښتونخوا او سباوون ستوري راډيو ګانې دي ، چې د سباوون ستوري په نوم راډيو د مالي ستونزو له امله  خپلې خپرونې بندې کړې دي.

په ننګرهار کې د دغو شلو ايف ايم راډيوګانو ترڅنګ يو دولتي راډيو تلوېزيون، درې خصوصي تلوېزيونونه، دوه کيبل نشرات او لسګونه چاپي خپرونې موجودې دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دین او کلتور